یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+فلسفه او استیتکس| شهسوار سنګروال

فلسفه او استیتکس| شهسوار سنګروال

Philosophy and esthetics
(ښکلاپوهنه )
۳ څپرکی
فلسفې د خپل پیدايښت په پیل کې، یانې هغه مهال چې انسان د خپلې پوهې پر مټ د ځان پېژندنې هڅه وکړه، نو بیا یې د عقل په ځواکمنتیا تکل وکړچې جهان هم وپېژني، نو دلته دی چې فلسفه د علومو د یوې ټولګې او د بېلابېلو علومو د پېژندنې د سرچنی او لاسوند په توګه مینځته راغله.
د حقیقت په پيژندنی کې کومې ستونزې چې د ټولنیز شعور دودې او پرمختګ په لاره د پام وړ وې هغه د ګڼو علومو پېژندنه وه.
 د پوهانو او فیلسوفانو د څېړنو او څرګندونو له مخې یو شمېر علومو ټولنیز ډګر ته لاره پرانسته، چې موږ په ځانګړي ډول د ریاضیاتو، طبعي علومو او یو شمېر نورو ټولنیزو پوهنواوعلومو، نجوم، چاپېریال پېژندنه ټولنپوهنه او نورد ساري په توګه یادولی شو.
د حقیقت پېژندنې دغه ستونزمن بهیر ، سره د دې چې ټکنی وه، خو په ټپه ولاړ نه وه او په همدغه وخت کې دغه پوښتنې راپورته شوې، چې آیا ایستیتکس پوهنه د واقعي نړۍ د توکو له فزیکی، طبعي او د نورو علومو له ښکیلتیا سره سروکار لری او کنه؟ اوکه یې لري څنګه؟
دا چې موږ په دې اند یو، چې استیتکس د هنر له کرښو اوړي اوډېرپراخ دی، هغه پدې مانا چې د فلسفې او ښکلا پېژندنې پوهان په ټوله کې په دوه ټکو ډېر ټینګار کوي، چې ښکلاپوهنه د نورو علومو په لړ کې په طبعي او هنری ارزښتونو کې شتون لري او «د هېګل د څېړنو له مخې هنري پنځونې د انساني هڅو پایله ده.»
هنر د طبیعت تقلید او د ټولنیزو ارزښتونو انځوراوپنځونه ده او ښکلا بیا موږ د هنري پنځونې او د ښکلي طبیعت په رڼا کې دموندنی وړګڼو .
فلسفه هم د طبیعت پېژند نې، ښکلا پېژندنې ، دچاپېریال او ټولنیزو مناسباتو دپېژندنې وسیله ده او دعلومود پېژندنې سرچنه یې ګڼلی شو، خود طبیعت ښکلا او د هنر ځانګړی ارزښت، له ښکلا پوهنې او استیتکس نه پرته ناشونی دی، نو ځکه خو یو شمېر پوهان او استیتکس پېزندونکي په عینیت ټینګار کوي .
وروستنیو څېړنو ښودلې ده، چې ښکلا پوهنه د طبیعت له ښکلا اودهنر له پنځونې سره سرو کار لري ، له یوې خوا طبیعت او له بلې خوا د ټولنپوهنې له مخې، د ټولنیزو تجربو په بهیر کې د ښکلا د ارزښت ټاکل دي، چې د طبعي او ټولنیزو لاملونو د یو والي له مخې وده مومي.
 موږ دمخه دا خبره وکړه، چې ښکلا پېژندنه د فلسفي یوه څانګه ده، خو داسې یوه څانګه، چې له بېلابېلو ټولنیزو علومو سره سرو کار لري. «فیثاغورس» د ټولنیزو علومو په رڼا کې د ښکلا پېژندنې په علم، سیاست، تصوف، اخلاقو، روزنیزو او ښوونیزو ارزښتونو په تړاو ډېرې (۳۵ مخ) څرګندونې کړیدي.
موږ دمخه د طبیعت د ښکلا خبره هم وکړه، چې ډېرو فیلسوفانو او د استیتکس پوهې خاوندانو پری څرګندونې کړیدي او ان ځنو لرغون پوهانود ښکلا دومره ستاینه کړیده، چې شعرونه یې ورته ویلې دي، چې موږ«برمانید س» د بېلګې په توګه یادولی شو.
دی د طبیعت په ښکلا دونه مین وه چې د شعرونو یوه لویه ټولګه یې د طبیعت ښکلا ته ډالۍ کړې وه ،«برمانیدس» د ایټالیه اوسیدونکی وه او په «۵۰۴ م ز» کال زېږیدلی و.
د «برمانیدس» په اړه د فلسفې په تاریخ کې راغلي دي، چې د «یونان فلسفې د خپل پیدایښت د تاریخ له پيل نه دیونان فیلسوفانوپه دوه برخو کې دخپلونظرونو او اندونو پخلی کړیدی، چې یو یې د «یوناني حکمت» په ځانګړي ډول د «هراکلېتوس» حکمت او بل یې د «برمانیدس» او «زنون» حکمت بلل شویدی.[1]
هراکلیتوس له هر بل قیلسوف نه زیات د «طبیعت ښکلا» په اړه څرګندونې کړېدي، ده تر ډېره بریده په یونان کې د فلسفې وده تر خپل فلسفي اغیزلاندې راوستې وه.
هنرمند د طبیعت ښکلا پنځوي او هر هنرمند خپله هنري تومنه له طبیعت اوله خپل چاپېریال نه اخلي، د ځان لپاره سوژه او هنري توکي راغبرګه وي، د خپل هنري نوښت پر مټ، ښکلې جامې او رنګینې ګاڼې وراغوندي او بیا یې لکه د ناوې په څېر سره ډولۍ کې د هنرمند کور ته بدرګه کوي.
 هنرمند د ښکلا دوه رنګینۍ پالي، لومړی له طبیعت نه د ښکلا پېژندنې جاج اخلي او دویم د هنري ښکلا د پنځونې رنګ او خوند ټولنې ته وړاندې کوي.
د فلسفې او استیتک په رڼا کې د ښکلا پوهنې فیلسوفانو ته دښکلا پېژندنی تعریف اسانه کار نه برېښي، د ا ځکه چې هنر او ښکلا دوه بېلابېل توکي دي، هنر خپل ډولونه لري او د ښکلا معنوي او ظاهري ښکلاییز توکي خپلې خپلې بڼې لري…..ولې بیا هم اړینه ده، چې د ښکلا پېژندنې ارزښتونه او هم هنري شهکارونه دور ته والي له مخې وڅېړو.
هنر او ښکلا
د ښکلا پوهنې اوښکلاپېژندنې تعریف ډېر ساده او اسانه ندی او ډېرښکلا پوهان په دې ټینګار کوی، چې ښکلا په طبیعي او هنري توکو کې شتون لري. نو ځکه خو اړ یو، چې لومړی دطبیعت ښکلااوبیا هنر وپېژنو.
ښکلا د لیدونکي، احساس او د انسان یو اروایي فعالیت دی … هر څه ښکلي دي او هر څه ښکلي ندي، د یوه ښکلي توکی د معیار ټاکنه احساس ، ذوق ، مینه او د انسان ذهني فعالیت دی او د نامتو فیلسوف « د ویدر »خبره، چې وایي ټول هغه څه ښکلي دي، چې ماته د ښکلا احساس راکوي.
که له یوی خوا تخیل، احساس، ادراک، ذهني او حسي فعالتونه د یوه هنري ارزښت پولی ټاکی او له بلې خوا انسان کولی شي له هنري تابلو نه لپې لپې معنوی ښکلا راټوله کړي ، خو تولستوی بیا د ښکلا په درک او احساس کې د انسان مینه د انسان جنسي غرایز نه مني او ښکلا د هنر په کتار کی دروي اوټینګارکوي ، چې هنر نېغه په نېغه د واقعیت بیان نه دی، بلکې د نړېوالې ګډې ژبې، نښو نښانو، سمبولونو او کنایو پر مټ ځان ښودنه کوي.
هنر پخپله هغه پټخولې تابلو ته پاتې کېږي، چې له رڼو سترګو سره سره څه نه ګوری، خو لوستلی کېږي اوخپل شتون ښيي .
هغه د «پيکاسو» خبره، چوپتیا کله کله یوازینئ ټاکنه ده، چې کولی شو حقیقت پکې ومومو.»
همدا راز د ښکلا پوهنې له مخې د«ښکلا» د ښکلیتوب موندنه هم ډېره ستونزمنه نده، چې د «استیتکس» د مزو سرچنه یې ونه ګڼو، بلکې هغه څه ګران دي، چې داسې یوې پوښتنې ته ځواب ومومو، چې «نوموړی شی ولې ښکلی دی؟»
هنر د انسان هغه له نوښت او پایښت نه ډک هنري فعالیت دی، چې په بېلابیلو ټولنیزو ( لکه انځور ګرۍ، معمارۍ، سینما، تیاتر موسیقۍ، ادبیاتو او نورو) برخو کې فعالیت کوي اوداځکه چې هنر د ټولنیز شعور د یوې بڼې اوودې په توګه ټولنیز واقعیتونه د هنري ارزښت له مخې خلکو ته رسوي.
یوه نامتو هنرمند «دانته» په سمبولیکه ژبه او په افسانوي بڼه د «لته» اوبو داسې یو انځور وړاندې کړی، چې ګنې که څوک یې وڅښي د ژوند پخوانۍ ناخوالې، ناورین او تېرې غمیزې هېروي او «د شیانو هنري انځور، چې موخه ترې د واقعیت موندنه ده، له ټولو هغو توکو سره سرو کار لري، چې هنري او «استه تیک» ارزښتونه منعکس کړي دي .»[2]
ما نا داچې د هنر یوه ځانګړنه خودا هم ده، چې لومړنۍ انساني ټولنې له طبیعت نه څه غوښتل، د کومو هنري توکو پر مټ بې یاغی طبیعت تر ولکې لاندې راووست؟
د هنر له ټولنېزې دندې پرته ، د «استه تیک» او ښکلا پېژندنې دنده دا ده، چې د انسان د ژوند کچه، د ذوق له مخې، د ظرافت، احساس او قضاوت له مخې لوړه کړي اوهنرمند د خپل ذوق اوهنري نوښت له مخې، طبیعت او ټولنیز ژوند د خپل اند او پوهې له مخې انځورکړي.
«سارتر» ښکلا پېژندنه، د فلسفي مفاهیمو او هنري ارزښتونو په رڼا کې ګوري ، چې بیا متفکر انسان دښکلا پوهنې په فکر کې ولېږي !؟
 اپلاتون په همدی بنسټ د «استیتکې» پوهې په تاریخ کې، په جلا جلا توګه په دوه پوښتنو ټینګار وکړ، لومړی دا چې ښکلا څشی دی؟ ښکلا چېرته شتون لري او ارزښت او ماهیت یې په څه کې د ی؟
د دغو پوښتنو په اړه یو شمېر ښکلا پېژندونکو ووېل، د یوه فکري استیتک له مخې، ښکلا هغه ده، چې یوازې د انسان معنوي ژوند سره تړاو لري او د انسان د شعور په تل کې ځاې لري.
ولې یو شمېر نور ښکلا پېژندونکي د خپلو څېړنو په ترڅ کې، د ښکلا له معنوي ارزښت سره سره، د عیني ښکلا پخلی هم کوي . د دغې فلسفې او نظر متفکرین انګېري چې ښکلا په خپلواکه توګه شتون لري .
ددغودواړو نظر یو د پلویانو له خوا د ا پلاتون نه راواخله تر دانته او شکسپیر پورې د استیتکي پوهې او افکارو پخلی شویدی.
د ارستو په اند د ښکلاپوهنې معیار د انسان ارزیابي او له واقعي نړۍ څخه د هغه د پوهې معیار دی اود ارستودټینګار له مخې له ګڼو اندونو او نظرونو څخه ښکاري، چې په کلاسیکه ټولنه کې، استیتکس اوښکلا پوهنه، د هنر له بدلون سره ارګانیک پیوند لري.
ډېرو هنر پېژندونکو ټینګار کړی، چې هنر د انسان له فطرت نه زېږیدلی دی، هغه څه چې د هنر پنځونه او سرچینه ګڼلی کېږي ، هغه دښکلاپوهنې بنسټونه دي .
ـ هنر د پوهانو په اند، په څو ټکو کې رانغاړو، شېلر او اسپنسر په دې نظر دي، چې هنر د لوبو له غریزې څخه سرچېنه اخلې .
ـ مارشال، ټینګار کوي ، هنرونه د ښکلا او نورو د پام راښکونکي وي.
ـ « بالدوین »، انګېري، چې هنر د ځان ښودنی له مینې څخه پيدا کېږي او «لانګ فیلډ» هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې هنر د ځان ښودنې او د لوبو سره د مینې له یو والي نه زېږي…مانا د اچې وده کوي اوپرمختګ .
ـ د « هیرن » د نظرې له مخې، هنر په لومړي سر کې د ژوند د اړتیاو د پوره کولو په موخه مینځته راغلی دی او ډېرو پوهانو بیا د دې خبرې پخلی کړیدی، چې هنر د ښکلا پوهنې له غریزې نه زېږیدلی دی.
د «ژید» په اند او فکرهنر له طبیعت سره ډغرې وهل دی او د زورځواکۍ پر مټ مینځته راځي او د ډېرې ازادۍ له امله مري اوساه ورکوي .
هومر، دانته، شکسپیر، سونکل، ویرژل او یو شمېر نورو پخپلو شعرونو او څرګندونو کې د دی پخلی کړیدی، چې هنر د ازادۍ په لور یوه اروایي تنده ده، چې د طبعي زور ځواکۍ له امله خړوبېږي.
اپلاتون د دې خبرې پخلی نه کوي، لکه «دولاکوا» چې وایي، په انځور ګرۍ او ادبیاتو کې دولولواواحساساتو پارونه ده .
دده د اند او فکر پخلی یوه فرانسوي پوه «روکوکو» هم په لږ توپیر، چې د هنر او ښکلا سره تړاو لري ، داسې کړیدی، چې په هنر کې انځورګرۍ د داخلي او بهرنۍ ښکلا بشپړول دي.
 ارستو د ښکلا په اړه په دې نظر دی، چې ټوله نړۍ هڅه کوي یو کمال ته ورسېږي او څومره چې ورنږدې کېږي، ښکلا ورته ځان ښېي .
له یادو څرګندونو دی پایلې ته رسېږو، چې هنر او ښکلا لکه د یوې ونې تنه چې ملې اوریښې یې یو په بله کې دومره ننوتې دي، چې دواړه له نا خوداګا او ټولنیز تحت الشعور سره اړه لري.
(په ختیځ کې لرغوني فلسفه ۳۶-۳۷ مخونه[1]
(طبري، بنیاد اموزش ۹۵ مخ[2]

1 COMMENT

  1. الله تعالی د په عمر او قلم برکت کېږده ، ډېرښکلي مطالب او موضوع ګاني ستاسو په قلم لیکل شویدي ، لولو او د نړۍ په هکله خپل ضروري او آفاقي معلومات ترلاسه کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب