دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د ښځو نړیواله ورځ / شکېبا نادري

د ښځو نړیواله ورځ / شکېبا نادري

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر د غړې اغلې شکېبا نادري پیغام:

د مارچ اتمه هغه ورځ چې په نړۍ کې د ښځو د ورځې په نوم نمانځل کېږي، خو کله چې په افغانستان کې د یادې ورځې نوم اخیستل کېږي، ډېری هېوادوال په ځانکړې توګه ښځينه‌وو ته دغه نوم نااشنا دی، خو په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هم دغه ورځ یوازې په سمبولیکه توګه په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د ښځو پر وړاندې تبعیض او تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیاتیږي، ان ځینې کورنۍ ښځو او لوڼو ته یې د انسان په سترګه نه ګوري، چې ښکاره بېلګه یې «بي بي نېکبحته» ده، هغه ښځه چې ۲۵ کاله یې د خپل ورور په کورني زندان کې تېر کړل.

د ښځو د یووالي نړیواله ورځ لومړی ځل په ۱۸۵۷م کال کې په امریکا کې ونمانځل شوه او له هغه وروسته د مارچ اتمه نېټه په ټوله نړۍ کې د ښځو له حقونو د دفاع ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځې له نمانځلو موخه د ښځو له حقونو څخه دفاع او له هغوی څخه د ژوند په هره برخه کې ملاتړ کول دي.

ښځه د ټولنې نیمه برخه جوړوي، لکه څنګه چې نارینه د ټاکنې، کار، زدکړو، خبرو… حق لري ښځې هم په یادو برخو کې بشپړ حق لري او دا هغه حق دی چې الله (ج) ورکړی دی. د بشریت معاصر تاربخ راته وايي چې د هېڅ ټولنې پرمختګ پرته د ښځو له فعال ګډون نه ممکن نه دی.

زموږ په ټولنه کې بدبختانه ښځې له خپلو ابتدايي اسلامي او انساني حقونو هم محرومې دي. په دې کمبخته ټولنه کې ښځې ته یوازې د مزدورې په سترګه کتل کېږي. په داسې حال کې چې اسلام ښځې ته پوره حق او احترام ورکړی البته په افغاني او اسلام ټولنه کې یې کیسې په کتابونو کې شته، خو د عملي کېدو بڼه یې لا په سترګو نه لیدل کېږي.

خپل پیغام غواړم د مشهورې شاعر مایا انجیلو په دې خبره پای ته ورسوم: “هرکله چې یوه ښځه د ځان لپاره درېږي، پرته له دې چې په ځان خبره وي او یا ادعا وکړي، هغه د ټولو ښځو لپاره درېدلې ده.” –

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب