یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره روانه ده

په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره روانه ده

تاند (جمعه، د حوت ۱۸ مه) د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن د نارنج ګل دودیزه کلنۍ مشاعره ده.

یاده مشاعره، چې شاوخوا نیمه پېړۍ سابقه لري او د افغانستان تر ټولو پخوانۍ مشاعره ګڼل کیږي، د دغه ولایت د اطلاعات او کولتور ریاست له لوري ترسره کیږي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریاست لپاره د طالبانو رییس قاري احسان الله ساجد ویلي، چې دغې مشاعرې ته د هېواد له بېلابېلو سیمو او کوزې پښتونخوا څخه شاعران بلل شوي.

یو شمېر خلکو د مشاعرې د تیاري لپاره د چارواکو هڅې ستایلي، خو د دغې مشاعرې د یوه تر ټولو مشهور ګډونوال شاعر عزت الله ځواب په زنداني ساتل کېدو یې خواشیني ښودلې ده.

عزت الله ځواب چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کابل په پلچرخي سیمه کې طالبانو نیولی، دوی د نشه یي  توکیو په لېږد تورن کړی، خو د کورنۍ غړي او ملګري یې دا تور د هغه خلاف دسیسه ګڼي

په نارنج ګل مشاعره کې د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې شاعرانو پر چارواکو انتقادي شعرونه لوستل، خو د طالبانو له واکمنیدو او د بیان ازادۍ له ختمیدو سره دا مشاعره هم خلک سړه شوې بولي او وایي چې نارنج ګل مشاعرې سره د خلکو لېوالتیا د هغه په ازادۍ کې وه.

3 COMMENTS

  1. عزت الله ځواب خپلو حقیقي شعرونو بندي کړی نشی توکي هسې بهانه ده. طالبان د حقیقت اوریدلو لپاره غوږونه او جرت نلري او هر څوک چې حقیقت وايي بندي کیږي. چې چارواکي دومره ضعیف او کمزوري شي چې یو شاعر حقیقت وايي بندي کوي داسې دولتونه ډیر کم عمر لري.

  2. اوس يې نارنج ګل مه بولئ، ترنم ګل مشاعره يې بولئ. دا د غټو پګړیو سره چي يې غټې ږيرې خوزي او لاډسپیکر کې چیغې وهي او ترنم وايي…..هههه.. ډيرو کم عقلو سره ګیر یوو…

  3. بلی دا بی سواده تور جاهل قادیانی پنجابی قاتل چړیان د غلیسی امریکا له برکته دوباره د افغان ملت پر اوږو سپاره کړۍ شول او دی وحشیانو ته د غلیسی امریکا په امر نور چورکوونکی قاتل غلامان دی چړیانو لپاره تیښتی ته مجبور کړل عجبه ډورامه د افغان ملت تباهی لپاره روانه دی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب