سهار د پوهنتون په لور روانه شوم سړکونه هم خالي خالي وو، د باران ښکلو څاڅکو هم له شپې ټول ځایونه وینځلي وو.
زه د باران څاڅکي په څېر ورو ورو روانه وم او له دې ښکلې هوا مې خوند اخیست ،نن مې هوډ وکړ چې د سړک په منځ کې لاړه شم. له ځان سره مې وخندل صبر چې د سړک منځ کې تلل څه ډول وي، سترګې مې سړک ته نیولې وې چې ناڅاپه مې سترګې په ښکلي سور مخملي ګلاب ولګېدلې چې د سړک په منځ کې د چا د پښو چاپ یې په ښکلي رخسار ښکاره کېده ټټیه شوم ګیله من ګلاب مې جګ کړ او ور ومې کتل ترڅو چې پوهنتون ته رسیدم، قسم قسم فکرونو او سوچونو له ځان سره یوړوم. چې دا دومره ښه ګلاب چې د باران هم پرې تېز څاڅکي پېرزو نه دي.چا ولې سړک کې اچولې او بیا یې پښه هم پرې ایښي ده.
بیا مې له ځان سره وویل
دا تصادف وګوره چې نن د ښځو نړیواله ورځ ده او دې ګلاب داسې په سړک غورځول لکه د ښځو د ژوند مثال چې څومره ښکلې او د ژوند هره برخه پرې رنګینه وي خو اخر قدر او ارزښت یې لکه د ګیله من ګلاب په څېر چې د هیچا د پاکې مینې حقداره نه شوه.
تل یې په حق کې خپلې کورنۍ او پردو په هره برخه کې ظلم وکړ.
الله دې موږ ټولو ته دومره وس ورکړي چې په ژوندون مو چاته زیان ونه رسېږيږي.