چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد امریکا حکومت کانګرس ته له افغانستانه د ځواکونو ایستو د پرېکړې...

د امریکا حکومت کانګرس ته له افغانستانه د ځواکونو ایستو د پرېکړې محرم اسناد سپاري

تاند (جمعه، د حوت ۱۸ مه) د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له کانګرس سره له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتو د پرېکړې د محرمو اسنادو له شریکولو سره هوکړه کړې ده.

هغه نه ده مشخصه کړې، چې دا اسناد به کله له کانګرس سره شریکیږي.

مخکې مایکل مک‌کال، پر انتوني بلېنکن د یادو اسنادو د نه شریکولو تور پورې کړی او خبرداری ورکړی و، چې له دې امله به هغه استیضاح او سختو پرېکړو سره مخ کړي.

د امریکا د کانګرس دا او یو شمېر نور غړي او د اوسني واکمن حکومت مخالفان ادعا لري، چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستو پرېکړه خطرناکه او ناوړه وه.

د دوی په باور، دغې پرېکړې د امریکا اقتدار ته سخت زیان اړولی او په افغانستان کې شوې پانګونې او لاسته راوړنې یې له منځه وړي.

د امریکا اوسنی حکومت بیا د دې تورونو له ردولو سره ادعا لري، چې له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون له مخکیني حکومته په میراث ور پاتې و او دوی یوې ترسره شوې کړنې سره مخامخ وو.

1 COMMENT

  1. دوه نیم کاله وشو چه د امریکا حکومت، پارلمان او نورو جارواکو ترمینځ دغه خبری روانی دی. دغه ټول سیاسی چالونه او دوکی دي، دغه خلک غواړی په دغه خبرو دنیاوالو ته ځان دیموکرات او قانونمند وښایی. امریکا اوس د نړی تر ټولو غټ ظالم او د بشر حقوقو ضد پالیسی او اهداف لری. محرم اسناد د امریکا زور، چل او دوکه ده. محرم اسناد د ډالرو بستی دی.
    مونږ خو پریږده د فلسطین ماشومان او زنانه او بی دفاع ملکی وګړی یی په ړندو او بی رحمه بمباریو ژوندی تر خاورو لاندی کړل.
    امریکا او اسرایل یواځینی ملکونه دی چه په فلسطین کی د دایمی اوربند مخالف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب