یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهقاري فطرت: افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو ارزښت له ۸۵ میلیاردو ډالرو...

قاري فطرت: افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو ارزښت له ۸۵ میلیاردو ډالرو هم زیات دی

تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت وایي، چې په افغانستان کې د دوی تر واک لاندې پوځي تجهیزاتو ارزښت له ۸۵ میلیاردو ډالرو څخه هم زیات دی.

نوموړي په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې په دقیق ډول په دې اړه څه نه شي ویلی، خو دا پوځي تجهیزات خورا ډېر او د زیات قیمت لرونکي دي.

هغه د خبریال د مشخصې پوښتنې په ځواب کې چې ورنه یې وپوښتل ځینو امریکایي سرچینو دا تجهیزات د ۸۵ میلیاردو ډالرو ګڼلي، وویل: تر دې هم د زیاتو پیسو تجهیزات دي.

قاري فطرت په ورته مهال وویل، چې له ازبکستان او تاجکستان سره د څه باندې ۱۶۰ هغو چورلکو او الوتکو د بېرته ور سپارلو په اړه په خبرو دي، چې د جمهوري نظام له پرځیدو سره دغو هېوادونو ته لېږدول شوي.

نوموړي دا هم وویل، چې څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې دوی له بیا واکمنیدو سره بیا رغولي او د نورو په رغولو تدریجي کار روان دی.

فطرت د دې پوښتنې په ځواب کې چې له جمهوري نظامه ور پاتې او خراب شوي زیات هوایي او نور تجهیزات امریکایي دي او د رغولو لپاره یې امریکایان مرسته کوي کنه؟ وویل: نه هغوی سره خو مو دښمني وه، له نورو هېوادونو وسایل پېرو او خپلې اړتیاوې رفع کوو.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ادعا کړې وه، چې د ده د ځای ناستي د واکمنیدو پر مهال له افغانستانه امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د څه باندې ۸۵ میلیارده ډالرو تجهیزات پر ځای پریښي.

د امریکا دفاع وزارت بیا د دغو تجهیزاتو ارزښت شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره ښودلی.

په دې اړه دا لېنکونه هم کتلی شئ:

ټرمپ: طالبانو ته مو ۷۰۰ زره وسلې پاتې دي، ټول ترې بیرته غواړم – تاند (taand.net)

پاکستان ته د امریکایي پوځیانو د نظامي تجهیزاتو پر لېږد د افغان چارواکو نېوکې – تاند (taand.net)

ټرمپ: افغانستان په نړۍ کې د امریکایي وسلو تر ټولو لوی پلورونکی هېواد دی – تاند (taand.net)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب