سه شنبه, مې 7, 2024
Home+د مغزي سکتې نښې څه دي؟

د مغزي سکتې نښې څه دي؟

تاند- هر کال ۱۵۰ زره تنه په فرانسه کې مغزي سکته کوي؛ یعني په هرو ۴ دقیقو کې یو تن له مغزي سکتې سره مخامخ کېږي. له همدې کبله مهمه ده چې د مغزي سکتې پر نښو پوی شو څو ژر یې په وړاندې اقدام وکړای شو.

له مغزي سکتې منظور دا دی چې په مغزو کې د وینې په جریان کې وقفه یا خنډ راشي او له کبله یې په لازمه اندازه اکسیجن مغزو ته ونه رسیږي.

په عمومي ډول په دوو علتونو ممکن د مغزو د وینې جریان ودرېږي: په سلو کې ۸۰ په غوړو (کلسترول) د رګونو د بندېدا او په سلو کې ۲۰ د مغزو د رګونو د پرې کېدا چې د مغزي خونریزۍ سبب کېږي.

د مغزي سکتې نښې څه دي؟

په سلو کې ۶۰ کسان چې مغزي سکته وکړي یا مري یا فلج کېږي. له همدې کبله مهمه ده چې خطرناکې نښې وپېژنو او ژر لاس په کار شو.

د مغزي سکتې تر ټولو عامه نښه دا ده چې د مخ، پښې یا مړوند عضله مو شله او کرخته شي. عموماً د بدن د یوې خوا عضلې کرخت کېږي.

د دې ناروغۍ نورې نښې:

– په خبرو کولو یا د بل چا د خبرو په پوهېدو کې د ستونزې احساسول، ذهني ګډوډي

– د سترګو په نظر کې ستونزه احساسول. مثلاً یو شی سم نه لیدل.

– په تګ کې ستونزه، ګنکس والی، د انډول له لاسه ورکول

– بې دلیله شدیده سردردي

د جزيي یا خفیفې مغزي سکتې په لړ کې هم دا ډول نښې وي خو معمولاً تر یو ساعت ډېر وخت دوام نه کوي مګر وړې نښې د لوی خطر په اړه خبرداری درکوي.

که د مغزي سکتې نښې مو په ځان یا بل چا کې ولیدې، لاس تر زنې مه کښېنئ ځکه چې هره دقیقه چې وخت درباندې تیریږي دوه میلیونه نورونه مو له منځه ځي.

د مغزي سکتې مخه څنګه نیولی شو؟

د مغزي سکتې اصلي عامل د وینې لوړ فشار دی. نو مهمه ده چې د وینې فشار په تېره بیا هغوی چې معمولاً یې فشار لوړ وي، پر له پسې وګوري.

سیګرېټ څکول، کلسترول او د قند ناروغي او په الکولو اعتیاد هم د مغزي سکتې چانس ډېروي.

ټولو ته سپارښتنه کېږي چې د ورځې نیم ساعت سپورت وکړي، د ورځې ۵ واري مېوه او سبزیجات وخوري، مالګه، غوړ خواړه او بوره کمه کړي.

سرچینه: Euro News

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب