تاند (چهار شنبه، د حوت ۱۶ مه) د پاکستان نوي صدراعظم شهباز شریف د دندې له پيل سره سم، اقتصادي غونډه بللې او چارواکو ته یې امر کړی چې د پیسو له نړیوال صندوق څخه د نورو پورونو د اخیستو پر لارو چارو غور وکړي.
هغه د دغه هېواد د لړزانده او لا خرابیدونکي اقتصاد بیا رغونه له خپلو مهمو لومړیتوبونو ګڼلی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان کې ورځ تربلې اقتصادي کړکېچ په پراخېدو دی او د دغه هېواد پولي واحد( کلداره) د ډالرو پر وړاندې په شدت سره خپل ارزښت نور هم بایلي.
پاکستان وار د مخه هم د پیسو له نړیوال صندوق څخه میلیاردونه ډالره پور وړی دی او په وروستیو کلونو کې دغه صندوق د سختو شرایطو له وضع کولو سره حاضر شوی چې دغه پور وړي ته نور پورونه ورکړي.
پاکستان د کړکېچن اقتصادي وضعیت له امله خپل دولتي هوایي شرکت هم پلور ته وړاندې کړی او ورځ تربلې له دغه هېواده د اقتصادي ناورین له امله مسلکي کادرونه نورو هېوادونو ته د تېښتې لارې چارې لټوي.
له دې سره هم مهاله، د پاکستان زنداني پخواني صدراعظم عمران خان چې حکومت د تازه ټاکنو په درغلیزولو تورنوي؛ د پیسو نړیوال صندوق ته لیک استولی او ټینګار یې کړی چې نوي جوړ شوي حکومت ته تر هغې پور ورنه کړي څو چې د مشروعیت په اړه یې ناندرۍ فیصله شوې نه وي.