دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه

د ملا حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د طالبانو د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند په مشرۍ، د دوی د کابینې اوولسمه غونډه کې په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي.

د نوموړي مطبوعاتي دفتر ویلي، دې غونډه کې له اجنډا سره سم په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه هر اړخيز بحث وشو او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه ناستې او څېړنې وکړي او وروستی راپور یې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز د کابينې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي.

دا غونډه داسې مهال شوې، چې نن په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

طالبانو دغې غونډې سره بایکاټ کړی و، چې له امله یې سختو نیوکو سره مخ شول.

د طالبانو په کابینه کې ظاهراً د دغې غونډې په اړه بحث او خبرې نه دي شوي.

2 COMMENTS

  1. ددوی د کابینې غونډه یا د خرو او غوایانو په غوجل کې غونډیدل یو شان دي. کابینه هغې ته ویل کیږي چې د خلکو په رضا حکومت جوړ وي او ټول ملت راضي وي نه په زور د غرب یا بل کوم بادار لخوا مملکت چاته ډالۍ شوی وي او لافې پرې دوی وهي چې نړۍ مو ماته کړه. هفه څوک چې دوی مات ګڼي دوی ته یې هیواد د یو سازش په اساس ډالۍ کړ. رابه شو خلکو ته، دوی وایي امنیت دی بیشکه دی خلک د ځناور سره ډغره نه وهي او دوی هم دې هر څه ته د مطبوعاتو له لارې هوا ورکوي چې چا د پیسو بوجۍ لاس کې نیولې په لار روان او څوک یې ترې نه اخلي. مګر حقیقت کې ملت ترې هیڅ راضي ندی خو د ډاره څه ویلی نشي.

  2. بل د نرم قدرت او په زور قدرت کې فرق دادی، په نرم قدرت کې دولت اسانتیاوې برابروي او خلکو ته د ژوند ټول ضرورتونه ورکوي بیا د نر غوندې لکه امریکا په عراق افغانستان او نورو حملې کوي ملت هیڅ نه وایي ځکه چې راضي او بسیا دی مګر د زور قدرت لکه طالب ډیر کم وخت چلیږي او خلک یې اخر هم په مقابل کې ودریږي ځکه د خلکو صبر تمامیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب