جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې ناستې د مثبو پایلو ادعا وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوحې ناستې د مثبو پایلو ادعا وکړه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې د افغانستان په اړه د جوړې کړې دوه ورځنۍ غونډې د مثبتو پایلو ادعا وکړه.

هغه په یوه خبري غونډه کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو حقونو خوندیتوب او یو سوله‌ییز او نړۍ سره مدغم افغانستان هغه ټکي یاد کړل چې له قوله یې، نړیواله ټولنه پرې توافق لري.

ګوتریش وویل، دا هغه څه دي چې لا عملي شوي نه‌دي او نړیواله ټولنه یې په اړه اندېښمنه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي پر دې هم تاکید وکړ چې افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي او دوی داسې افغانستان غواړي چې له ځان، خپلو ګاونډیانو او نړۍ سره په سوله کې وي.

نوموړي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د نوي استازي د ټاکل کېدو په اړه وویل، په دې اړه همغږي نږدې شوې او یو داسې با صلاحیته پلاوی به وټاکل شي چې د طالبانو په ګډون له ټولو لوریو سره ښکېل شي.

د چین استازي یو شیائویونګ رسنیو سرو خبرو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر څرګندونو په تأکید سره وویل، په افغانستان کې یو معتدل حکومتي نظام ته اړتیا ده.

په کابل کې د طالبانو رژیم د دوحې غونډه بایکاټ کړې وه.

دوی تر اوسه د دې غونډې د ادعا شویو مثبتو پایلو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

4 COMMENTS

  1. ټول شموله نه که مقصد د ملت باسواده او اهل وي او یواځې طالبان نه وي بیا سمه ده، خو که مقصد یې د تیرې شل کلنې دورې خاینین وي نو افغانان یې ملاتړ نه کوي، که دوی بیا د عطا، دوستم، عبدالله مسعودیان فهیمیان او داسې نور شریکول غواړي نو بیا همدا طالبان ښه دي. د نجونو تعلیم او خلکو ته کار حتمي دی او باید فشار پرې راوړل شي.

  2. دغه بدبختي خو دغه څلویښت کاله د همدغو ملګرو ملتو د لاسه ده. اول یې د ډاکتر نجیب الله قانوني رژیم چپه او اشرار د امریکې برطانې او لویديځ او پنجاب په ځنځیر تړلې اشرار واک ته ورسول. بیا له طالب سره د یارانې ګوتې پټې او طالبان یې واک ته ورسول. وروسته یې د بین المللي یرغل تر نامه د غلو غربي لوڅکونو د خرزي په مشرۍ حکومت جوړ کړ. سي شل کاله افغانان د همدغو ملګرو ملتو په خوښه د نجسې یرغلګرې له برکته وزل کیدل. او وروسته یې بیا طالبان په قطر کې داسي وڅربول لکه د لاندي پسونه او واک ته یې ورسول. دغه ټولې بدبختۍ ددغو د بشریت او انسانیت ددښمنانو او د امریکا د ډالرخورو ملګرو ملتو له برکته دي 😡

  3. د بدبختۍ اصلي عاملین هغه کمونستان و چې روس یې راواسته او د افغانستان د ازلي بربادۍ بنیاد یې کیښود خو اوس ورته ځان په حقه ښکاري. که دوی کودتا نه کولې شرابو کبابو او فحاشي یې نه وی قبوله کړی نه به اشرار و نه طالب نه پنجابی او نه امریکا. کمونیست خو خپل مغز نه درلود د روس ایډیالوجي یې راوارده کړه لعنت دې پرې وي.

  4. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش افغانستان هیر کړی وه او د اکراین او اسرایل جګړی ته یی مخه کړی وه.
    اسرایل چه په فلسطین کی یی بی ګناه ۳۰۰۰۰ انسانان قتل کړه او لا نور هم قتل روان دی، خو انتونیو ګوتریش ته اسرایلو کوم اهمیت ورنکړو.
    همداسی روسانو او اکراینیانو هم کوم اهمیت ورنکړو. او یا دا چه د دغی اداری زور ونه رسید او یا کیدایشی د ملګرو ملتونو اداره هسی سمبول وی.
    په هر صورت د ملګرو ملتونو اداری اوس د دوحی په غونډه کی هم ستره ماته وخوړه. ځکه د یوی خوا روسیې، چین او ایران د طالیبانو د دریځ ننګه کړې او دبلی خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، د دوحی افغان د مدنی ټولنی په نوم استازي په غیرشفاف ډول غوره شوي لکه محبوبه سراج، لطف الله نجفي زاده، شاه ګل رضايي او میترا مهران.
    ملګرو ملتو ته پکار دی چه یو ځل په خپل مینځ کی غونډه وکړی، چه نه مو اسرایل خبره منی، نه مو روسیه او اکراین خبره منی او نه مو طالیبان خبره منی او نه مو نور ملکونه.
    ښه خبره داده چه دغه اداره په خپل وظیفوی یا کاری پلان کی تغیر راولی. او که نه بیا خو د داسی اداری ته هیڅ ضرورت نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب