یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د محمود طرزي فکري او صحافتي ډسکورس

د محمود طرزي فکري او صحافتي ډسکورس

نعمت الله صدیقي
افغانستان چې د شلمې پېړۍ په پېل او دویمه لسیزه کې له کومو سیاسي، فکري او فرهنګي ریفورمونو او تحولاتو تېردونکی و او د مطلقو او نیمه شاهي نظامونو یې د یوه باتمدنه او متجدده اولسواکه افغانستان خوا ته ګامونه اخیستل، په دغو تحولاتو او ګام اخیستنه کې یې د مشروطیت د غورځنګ د منورینو او روښانفکرو علماوو او پوهانو هغه سرلاري کله هم د هېریدو او د نه یادونې وړ نه دي، چې د خپلو ملي او مترقي افکارو په تنویر یې هم د همغه وخت ابرو وساتله او هم یې دا دی نن هم د یوې پېړۍ په تېریدو پر روایتونو او یادونو د افغاني تجدد او روښنفکرۍ سر هسک او لوړ دی.
د دویم مشروطیت غورځنګ په لومړنیو یا په اصطلاح د لومړي مشروطیت د مولوي محمد سرور واصف ځایناستی د هغه وخت ځوان عالم، ادیب، شاعر، مترجم، ژورنالسټ او مفکر علامه محمود طرزی (۱۸۶۵ م ـــ ۱۹۳۳م) و. چې د خپل خلاق شخصیت او مدبرانه حکمت په اساس یې په خورا کم عمرۍ کې د خپلو ملي او فکري افکارو او سیاستونو په سوب د امیر حبیب الله خان توجه جلب کړه. طرزی چې په ماشومتوب کې له خپل پلاره سره په شام (دمشق) ، ترکیه او یو شمیر نورو عربي هېوادونو کې جلاوطن و، له همغه وخته يې د خپل عالم، شاعر او ادیب پلار غلام محمد طرزي له ملي او سیاسي افکارو پوره متاثره و، د پلار مړینې وروسته، چې دی د خپل وطن خوا ته مخه کوي، وطن یې یوازې د ده په څېر روښانفکره او ملي شخصیتونه ایله د ګوتو په شمير په همغه مشروطیه کې غونډ څه چې د همدې امیر له خوا په مرګ تهدید او شهیدان کړای شوي وو.
ځوان طرزی دا ټول چلنجونه او ننګونې د خپل ملي او وطني احساس له مخې د یوه داسې مصلحت او مرام په بڼه او اډانه سره پېيي، چې نه یې د تېر مشروطیت هویت ته صدمه رسېږي او نه یې د دربار او واکمنیو نزاکتونه ته کوم احساس کېږي؛ بلکې امیر او د هغه په رګ او ریښه کې داسې ځای مومي، چې امیر او د هغه شهزاده کورنۍ هم د همدغه فکري او نظري سیاستونو او غورځنګونو په پلوی ورسره قدمونه اخلي، دا شاید د همدغه مفکر طرزي د استثنايي شخصیت او ذهنیت اثر او رسوخ یو ځانګړی او منفرد اړخ وي.
 علامه طرزی، چې په معاصرو څو ژبو پوهېدونکی عالم او نسبتاً د نړۍ له فکري، سیاسي، ادبي او فرهنګي علومو او د هغوی د مجددو پر مختللیو سیاسي حوزو او نظامونو خبره څوک وو، په دې هم پوهیده، چې د ولسونو د بدلون او تحول تدریجي اوښتون پرته له ویښتیا او روښانتیا ممکن نه دی، نو ځکه یې شاید د خپل فکري او سیاسي چاپیریال لپاره صحافتي میدان انتخاب کړی وي او د ده د ویښ او پرلپسې مستقل مزاجه، دروند او سنجیده صحافتي مخینه راته وايي، چې دی په دې عقیده و، چې صحافت او ملت دواړه په یو وخت او یو ځای د عروج او زوال مراحل طی کوي.
دا په خپل ځای یوه بېله او بله خبره ده، چې علامه طرزی څنګه د لومړي مشروطیت غورځنګ هغه جریده (سراج الاخبار) بېرته بیا تر ۸ کلونو پرلپسې په داسې بڼه چاپ او خپروي، چې هم پکې د همغه لومړنیو مشروطیه غوښتونکيو(چې د امیر له خوا وژلي او ځپل شوي وو) فکري او سیاسي افکار خپاره کړل او هم یې خپله نوي او متجدده خپلواکه سیاسي نظریه وپالله، چې تر اخره نه ترې په سیمه کې انګلیس ښه ورځ ولېده او نه یې د امیر د واکمنۍکومو داخلي مستبدو اصلاحاتو ته د مصلحت له زوایې سر ټيټ کړ.
علامه طرزی، چې د همدې دواړو فکري او صحافتي تلو په تول کله هم څوک تلي؛ د دې لپاره د میشل فوکو د ډسکورس لرلید ځکه مهم دی، چې علامه طرزی یوازې د ورځې په نرخ د سیاسي، فکري او صحافتي فکر شخصیت نه و؛ بلکې هغه د همدې ټولو ډګرونو طرز فکر او عمل دواړه و، چې په یو وخت یې په دې ټولو خواوو کې د رسیدنې او سرته رسوونې قوت لاره. مثلاً د ژبې قوت، د خپرولو قوت او د علم قوت دا ټول ورسره وو، په عین وخت کې د سیاست عملي چاره یې هم د اماني دورې په ترلاسه کولو او په هغې کې د خپل عملي سیاست نقش یې هغه څه وو، چې موږ یې د علامه طرزي پر فکري قوت او ذهینت سازۍ او په عملي سیاست ګټنې باوري کړي یو او دا ټول سیاقونه راته وايي چې علامه محمود طرزی په ټوله کې زموږ خپل ملي سیاسي، فکري او صحافتي ډسکورس و.
دغه راز د ډسکورس په برخه کې یوه خبره دا هم ده، چې مثلاً د خبرو د څه پر ځای په څنګه ویلو هم تمرکز کوي، یعنې د خبرو د بڼې او د رښتیا او درواغو او د هغې د موقعیت یا چاپيریال په اړه یې هم خبرې لري، د محمود طرزي د فکري او نظریاني افکارو او په هغې د هغه وخت د انګلیس له خوا د وخت امیر حبیب الله خان ته بیا بیا د هند برتانوي حکومت له خوا پر سراج الاخبار شکایت یې هغه څه وو، چې موږ ته دا راښيي، چې د علامه طرزي د صحافتي او فکري علمي او ژبني قوت او مسیر د وخت هغه استعمار هم تر پوزې راوستی و. چې خپلو نظامي او سیاسي قوتونو یې نړۍ کلونه کلونه بې توازونه کړې وه.
تاریخي روایتونه راته وايي، چې پر علامه ډېر کله د واکمنو د مصلحتونو له مخې کړۍ تنګه شوې او د فشارونو په توګه يې دته ګوتڅنډنې هم کړي، چې ګواکې باید ګوزاره ورسره وکړي؛ خو دا د علامه طرزي لوی ډیپلوماتیک ظرافت او تدبر و، چې په یو وخت یې هم د همدې واکمنو په دربار کې د انګلیس پر وړاندې د دوی ورځني سیاسي مصلحتونه په پام کې نېول او هم یي د همدې داخلي ریفورمونو او اصلاحاتو پر وړاندې مبارزه کوله او تر اخره پرې دا نشي ثابتېدای، چې علامه طرزي پرته له خبري طرز او سلیقې او یا د یو څه انداز په بدلولو د انګلیس پر وړاندې او یا هم د واکمنو پر وړاندې د نظریې ډيل او مصلحت کړی وي، د سراج الا خبار له سرمقالو معالومېږي، چې هغه کله هم د هېواد داخلي مسایلو ته هم په انتقادي نظر کتلي؛ نو لومړۍ یې یوازې د امیر پر وړاندې القابات او احترامانه تراکیب کارولي؛ خو د نظریې او فکر په برخه کې یې کله هم داسې څه نه دي ویلي، چې یو څوک دې یې باید په نظریاتي او فکري (کوزارې کولو) او یا هم په مصلحت تورن کړي، هغه په همداسې یوه لنډ و تنګ سیاسي چاپيریال کې د (حی علی الفلاح) تر عنوان لاندې د سیاسي خپلواکۍ اعلامیه ورکړه.
علامه طرزي، چې د مشروطیت غورځنګ دویم پړاو پرمخ روان کړی و؛ نو د مبارزې وسیله یې له واکمنو او دربار سره سره د سراج الاخبار چاپ او په هغې کې د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ د هېواد او ملت ویښتیا او روښانتیا هم وه؛ خو کله چې امیر حبیب الله خان وژل کېږي، د طرزي مسوولیت او د خپلو نظریاتو او افکارو عملي اړخ ته یې لا پام اوړي، همدا وو، چې د ځوان امیر امان الله خان په کابینه کې د خارجه وزیر تر څنګ یې د ازادۍ او خپلواکۍ په جګړه کې د یوه خورا بېسیاري مبارز او سرلاري په توګه نقش ولوباوه، دوی له خپلواکۍ وروسته د خپلې واکمنۍ په دوران کې د هغه ټولو فکري او نظریاتي ارمانونو  د سرته رسولو کوښښونه وکړل، چې کلونه کلونه یې د دوی په افکارو او نشریاتو کې د یو موډل په توګه ځای نېولی و، تقریباً څه کم یوه لسیزه افغانستان د همدې روښانفکره واکمنۍ په اساس د نړۍ د تجدد، پرمختګ، معارف، اقتصادي او سیاسي ازادیو په برخه کې داسې لاسته راوړنې درلودلې، چې دا دی د یوې پیړۍ په اوږدو کې مو هم بیا ځلې په نصیب نشوې او هغه باب لا هم نیمګړۍ نیمه خوا او ناتکمیل پروت دی.
په داخلي توګه د اماني دورې یا د مشروطیه غوښتونکیو او یا هم د علامه طرزي د فکر او تجدد د روښانفکرو ملګریو هڅې که سړی ګوري، دوه علتونه او عوامل یې ډېر بارز او متمرکز دي، چې یو یې د استبداد پر وړاندې د ویښتیا مبارزه وه او بل یې د جهالت پر وړاندې د روښانتیا په توګه درېدل وو، دوی په دې اګا او د نورې نړۍ د ويښتیاوو او روښانتیاوو په بهیرونو کې یې لېدلي او لوستلي وو، چې استعمارونه هر کله او هر وخت د نورو ملتونو پر غورځولو او پرځولو کې لومړۍ له همدې دوه وو فکټورنو کار اخلي. ولسونه او مملکتونه بې سواده او بې زدکړو او جاهل کړه، بیا یې پرېږده، که استعمار نه هم وو، دوی به همغه له استعمار څو چنده زیات استبداد ته مخه کوي. د اماني دورې، علامه طرزي او مشروطیت غورځنګ شعور له اوله دا و، چې ولسونه او خلک باید د یوه بامتمدنه او موډرنو زدکړو پر ښایست سمبال او برابر وي. د دوی استدلال تر اخره دا و، چې هغه ټولنې او اولسونه هیڅ کله د نړۍ پر وړاندې د هیڅ کوم پرمختګ او هوساینې خبره نشي کولای، چې همدغه جهالتونو او استبدادونو یې په منځ کې ځالې کړي وي.
محمود طرزي همداسې د یوې ویښې او باشعوره مبارزې انګیزه هم په سراج الاخبار کې خپره کړه او هم يې د خپل عملي سیاست له مخې د نظام او واکمنۍ، بیورکراسۍ او دیپلوماتیکو مسیرونو په جریان کې ثابته کړه.
موږ چې د معاصرو صحافتي او ژورنالستیکو او په عین حال کې له سیاسي، فکري او نظریاتي بحرانونو له یوه خورا سخت او نېستمن دور تېریږو، د مشروطیت غورځنګ او د علامه محمود طرزي سیاسي، فکري او صحافتي کوډونه او طرز سیاست او فکر ته مو تر پخوا څو چنده اړتیا زیاته ده، کاش داسې یو څوک خو وای، چې د دې مړو ایرو په بڅرکیو کې یې د کوم لږ و ډېر ځلېدونکي انګار څرک راکړی وای.
 داود جنبش چې د علامه طرزي او د سراج الاخبار د لومړیو دوو کلونو د کلکسیون په بڼه څه کم پنځوس ګڼې په دوه جلدونو کې ژباړلي دي، دای یې زموږ پر پښتو ژبه او نسل د غرونو هومره احسانمندي او لورونه ده، څنګه به نه وي؟ چې ښاغلی جنبش یې په سریزه کې د کار د دروندوالي او حجم په اړه وايي(هر کال یې د A 4 کچې څه باندې ۴۰۰ مخه او له ۲۵۰ زرو تر ۴۰۰ زرو توري لري! او ځکه یې هر پښتو شوی کال، د طرزي په ټکو(زما د ژوندانه د پرلپسې میاشتو او د سترګو د لید په نغدو زرو) پېرل شوی او تاسې ته وړاندې شوی دی) او د علامه محمود طرزي د یوه رښتیني قلمي وراث په توګه یې د یوې پيړۍ دا روښانفکره لارې او د تجدد نښو ته پښتو ژبه او خوله ورکړه، عمر یې ډېر شه، چې پاتې ګڼې یې هم د پښتو ژبې لوستونکيو او مینوالو لاسونه ښکل کړي.  د سراج الاخبار ژباړه او د علامه محمود طرزي افکار او نظریات پښتو ژبې ته ترجمه او چاپ د اکاډمیو هومره دروند او سنجیده کار و زیار و او دی، چې په عین وخت کې له هر چا زیات زموږ دا نتلی او پریوتلی ملت، ژبه، صحافت او سیاست ورته اړتیا او ضرورت لري.
کالم/ رنسانستان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب