دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهترکیې او روسیې سره د افغانستان د ۲ میلیارده ډالره کلنۍ سوداګرۍ...

ترکیې او روسیې سره د افغانستان د ۲ میلیارده ډالره کلنۍ سوداګرۍ اعلان

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۳۰ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالسلام جواد وايې چې په تېر ۲۰۲۳میلادي کال کې له ترکیې او روسیې هېوادونو سره د نږدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت واردات او صادرات شوي دي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي: له ترکیې سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې سوداګرۍ شوې، چې ۲۳ میلیونه ډالره د افغانستان صادرات او ۷۷ میلیونه ډالره هم واردات شوي دي. د روسیې سره هم د یو میلیارد او ۷۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت صادارات او واردات شوي چې ۲۵ میلیونه یې صادرات او یو میلیارد او ۷۱۴ میلیونه هم وردات دي.

په ورته مهال، یوې ایراني رسنۍ د طالب چارواکو له قوله ویلي چې افغانستان په وروستیو کې له ایران څخه تر بل هر هېواد ډېر واردات لرل.

طالب چارواکو په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو د پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا خبر هم ورکړی.

یو شمېر څارونکي بیا د طالب چارواکو ورته څرګندونو او ارقامو ته د شک په سترګه ګوري او وایي، چې دوی په پرله پسې توګه په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د لېوالتیا ادعاوې کوي، خو عملاً یې د اخیستل شویو ګامونو معلومات نه دي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب