جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاناما ته څېرمه د یو شمېر افغان کډوالو بیړۍ ډوبه شوې

پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغان کډوالو بیړۍ ډوبه شوې

تاند (شنبه، د دلوې ۲۸مه)  راپورونه وایي، چې پاناما ته څېرمه د یو شمېر افغانانو په ګډون د ناقانونه کډوالو بېړۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده.

د پاناما د عامه خوندیتوب وزارت ویلي، په یاده  کښتۍ ۲۷ تنه غیر قانوني کډوال وو، چې ډېری یې افغانان وو.

سرچینې په مشخص ډول د مړو شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه ده معلومه چې افغانان په مړو شویو کې شامل دي کنه؟

ویل شوي، چې په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو نارینه شامل دی.

د یادونې ده چې امریکا ته ډېر غیر قانوني کډوال د کولمبیا او پاناما ترمنځ په سختو خطرناکو لارو ځي.

 تر دې وړاندې هم لسګونه غیر قانوني افغان کډوالو نورو هېوادونو ته پر لارو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، له افغانستانه په بېلابېلو لارو د کډوالۍ پراخه څپه پیل شوې او وخت په وخت په دې لړ کې د ناقانونه کډوالۍ د ځاني زیانونونو خبرونه ورکړل شوي.

طالب چارواکي ادعا لري، چې هیڅوک یې کډوالۍ ته نه دي اړ ایستلي، خو خلک وایي چې د اقتصادي او بشري ناورین تر څنګ د طالبانو غچ اخیستونکي اقدامات او افراطي قیودات یې د هېواد نه وتلو اصلي لاملونه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب