ليکونکى: ناديه دفتاڼۍ
ګړندې ګامونه يې اخيستل، له لرګو جوړه سوې درواﺯې ته ودريدو په ﺯوره ﺯوره يې درواﺯه وټکوله، له دننې خوا ژغ سو څوک يې درغلم؟ درواﺯه يې خلاصه کړه تره يې و په قهرجنه لهجه يې ورغبرګه کړه پلار دې چيري دى؟ په عمر پخې نجلۍ په حيرانتيا ورته وکتل په بنده بنده ژبه يې وويل: کاکا خيرت خو به وي؟ ورته یی وويل نورې خبرې پريږده پلار دې چيرته دى؟ نجلۍ وويل جومات کې دى، سړى پرته له دې چې څه ووايي د جومات په لور رهي سو، جومات له سپين ږيرو، ځوانانو او کشرانو څخه ډک و، سړى نيغ د خپل کشر ورور په لور ورغى، پرې ور برګ سو ورته ویې ويل نور که مې وليدل چې لور دې ښوونځي ته تللې بيا له ما ګيله ونه کړې, د جومات ټولو خلګو د دوى په طرف کتل، ورور يې ور پورته سو په نرمه لهجه يې وويل لالا ﺯه مې د خپلې لور اختيار لرم، اړتيا نسته چې څوک ماته ووايي چې لور مې چيرته پري نږدم همدى خبرى سره له جومات څخه ووت کور په لور رهى سوو ،تر شپى ناوخته په چورتو کې وو، ښځې ته يې وويل سبا ته تيار سئ ځو کابل ته، ﺯه به مې په لوڼو درس وايم نه پريږدم څوک مې د اولادو په ژوند کې لاسوهنه وکړي سهار وختى وو چې د موټر له شا خړې خاورې پورته سوې…