جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ستانکزي خبرو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

د ستانکزي خبرو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت غبرګون

تاند ( شنبه، د دلوې ۲۸مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی.

ستانکزي د یوې غونډې پر مهال د ډیورنډ کرښې د نه منلو په اړه توندې څرګندونې کړې وې او هم یې پاکستان ته د دوی د رژیم خلاف د مخکینیو او نویو ممکنه همکاریو په تړاو خبرداری ورکړی و.

د هغه د څرګندونو په تړاو دا لېنک کېکاږئ:

عباس ستانکزی پاکستان ته؛ زموږ پر ضد د هرې مرمۍ حساب درسره کوو – تاند (taand.net)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا په  خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالب چارواکي دې د داسې څرګندونو پر ځای پر واقعیتونو فکر وکړي او د افغانستان له خاورې دې د دوی خلاف د امنیتي ګواښونو مخه ونیسي.

پاکستان تل ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې یې وسله والې مخالفې ډلې پر ضد بریدونه سمبالوي، خو طالب رژیم یې دا ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي.

عباس ستانکزی د طالبانو په لیکو کې له محدودو چارواکو څخه دی، چې د پاکستان خلاف توند دریځ او له افغانانو سره د طالبانو په کړنو کې د نرمښت غوښتنه کوي.

ستانکزی له دې امله په خلکو کې له محبوبیته هم برخمن شوی او ورته ویناوې یې تل له هرکلي سره مخامخ شوې دي.

10 COMMENTS

  1. SHIRMOHAMMED AABAS STANEKZY SAHIB TAH;

    YOU ARE REALL SHEER,
    AFGHANANS MUST BE WITH YOU,YOU ARE REAL TALIB MUJAHID AND CLEVER LEADER,
    ZENDAH BAAD STANEKZAY SAHIB

  2. نصرالله بابر :
    The Five Evils who destroyed Afghanistan:
    Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

    Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus River.

    Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

    Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
    =-=-=-=-=-=
    Making the water boil in Afghanistan
    “The water in Afghanistan,” Pakistan President General Mohammad Zia-ul-Haq told his spymaster Lieutenant-General Akhtar Abdul Rehman Khan in December 1979, “must boil at the right temperature.”
    =-=-=-=-=-=
    “Kabul must burn” – Pakistani intelligence (ISI) chief Gen. Akhtar Abdurrahman
    =-=-=-=-=-=
    The WUFA
    Special Issue
    April 1995

    The Rise of Taliban
    Dr. Shir Zaman Taizi

    Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of this article is produced here-in-under:
    “The America CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F & S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the maddrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force.”

    ګرانه ستانکزيه،
    موږ پخپله خپل ځانته ګلان کرلي دي. جنرال اسد دراني په يو يوټيوبي مرکه کې وې په ډېر تبسم او د سپکاوي په شکل وايی چې ((پاکستان اوس په افغانستان کې خپلو ټولو ستراتيژيکو موخو ته رسېدلی دی.)) اوس افغانستان نور هېڅ نه شي کولی چې خپل هغه پخواني خوبونه وويني. موږ پخپله د همدغو موخو د تطبيق لپاره د جهاد په نوم چا د اسلامي اسلام او چا بيا د اسلامي امارت لپاره جګړه وکړه او پنجاب ته مو ښه په سيالۍ سره خپل وطن وران، تباه او برباد کړ. اټک په جذباتو نه، بلکې په عقل (پوهه/هوش)، سياسي تدبير، اقتصادي او نظامي غښتلتيا ګټل کيږي او موږ خو اوس د نورو خيراتو ته ناست يو. پخوا به کرزي او غني ته د ډالرو بکسې راتللې او هغه اوس تا ته راځي، نو ته د بل په خيراتي پيسو اټک ګټې چې دا هېڅکله نه کيږي. د الله تعالی نېکبخته همدا اوس تاسې د امريکا هغه پاتې شونې وسلې د ايله جارو ملېشو په توګه ساتئ. ستاسې جنګي الوتکې او ميزايل چېرته دي چې سبا ته پرې د ايف شپاړس او داسې نورو الوتکو دفاع وکړئ. همدا اوس مو کورونه چيرته دي؟
    هسې خوشې بېځايه خبره کوې. کاشکې چې دا سوچ دې لا شل کاله مخکې کړی وای او پاکستان ته جنګېدلی نه وی.

  3. ښاغلی سعید صیب د انګریز، پخوانی شوروی او امریکا څخه پنجابیستان نه په اقتصاذی، نه په نظامی او نه په بله معنی قوی دی. تر څو چه پنجابیستان ستا خوا سره په دغه جغرافیه کی موجود وی، افغانان به ټول عمر ذلیله او د دغه پنجابی د پردی شاته په جګړه اخته وی.

    پنجابی د انګریز غلام دی او اسد دورانی، کاکړ، بابر، ډیزل رحمان او ځینی نور د پنجابی غلامان دی، دغو څو ګل خانانو د لر او بر تر مینځ غټه فاصله او درز پیدا کړیدی. که په پنجابیستان کی دری میاشتی ګوریلایی او چریکی جنګونه وشی، بیا وګوره چه نه به یی دغه فوځ پاتی وی او نه به یی دغه د تور لباس ملیشه.

    نو سعیده وروره د پنجابیانو او ځینو ګل خانانو دغه زاړه بحثونه او زاړه سندونه په درد نه خوری. افغانان(لر او بر) به اول او اخر سره یوځای کیږی، یو کور کیږی او یو ورور کیږی.

    هر هغه افغان که هر ګوند او هر تنظیم پوری اړه ولری او د خپلی خاوری او وطن د ګټو خبری وکړی هغه زمونږ ویاړ او افتخار دی.
    خو په دیی شرط چه جرآت یی ټیټ نکړو ځکه دغه کړه وړه د شیطان پنجاب په ګټه تمامیږی.
    پدی کی شک نشته چه انسان او یا ځمونږ ځینی ورونه یو وخت غلطیانی او سهوی کوی خو ټول عمر یی نکوی. والسلام

  4. افغانان تل رښتیني دي ، په واقعیتونو فکر کوي . همدغه افغانان ول ، چې کله تاسو له لوی او قدرتمند هندوستان سره په جګړه بوخت وي ، خو زمونږ مشرانو ستاسو لحاظ وکړ. ناځواني یې درسره ونکړه . اسلامي ، ګاونډیتوب ، ژبني ،قومي او د خپلوي اصول یې مراعات کړل . تاسو ته یې اطمینان درکړ ، چې زمونږ له خوا مو زړه جمعه اوسه . مونږ ناځوانه نه یو .
    اما دا تاسې نامرده ، پنجابیان او ګل خانان وئ ، چې کله مو لاس بر او واره برابره شوه ، مونږ ته مو اور بل کړ او افغانستان مو وسوځاوو. تاسو تل د نورو په مشوره دافغانستان امنیت او ثبات له منځه وړی . زمونږ په کورنیو چارو کې دوامداره لاس وهنه کوئ. « جهاد افغانستان ، دفاع پنجاب » شعار مور ورکړی ، حتی ځان ته دا واک ورکوئ چې د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو محافلو ، خصوصا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړئ . زمونږ له استازي سره لفظي مشاجره وکړئ . اسامه بن لادن لپاره مو افغانستان په کنډوالو بدل کړ. زمونږ رسمي استازی مو نړیوالو ته تسلیم کړ. خو آخر اسامه ستاسو د زورور پوځ د ښځو ترڅنګ وموندل شو. په اونۍ کې یوځل د افغانستان د تجارت او ترانزیت لار لکه ماشومان بندوئ او نوې پلمې جوړوئ ، نور څه ډول ثبوتونه غواړئ .

  5. سلام لوي افغانستان 🌷🌷🌷🌷🌷🌷🌷we will انشالله always stand together and get united to fight for our land and Afghan.

  6. ګرانو وطنوالو،
    دې ځينو سر زورو وروڼو ته،
    تاسې د مسالې عمق ته لاړ نه شوئ او ډېر برسېرن قضاوت مو کړی.
    کاشکې چې تاسې لږ دا تېر تاريخ ته له سره کتنه وکړئ چې شهيد سردار محمد داوودخان به برېژنيف سره تند چلند وکړ او څه يې حال شو؟
    ايا ښه به دا نه وه چې د هغه د هغه پوښتنې ته يې په سړه سينه ځواب ورکړی وای او ورته يې ويلی وای چې ښه ده، زه به بيرته هېواد ته ستون شوم او له پارلمان به وپوښتم چې هغوی څه وايی؟
    نه دا چې :((زه د يو ازاد هېواد رئيس جمهور يم يم او له ما څوک د پوښتنې حق نه لري.)) ځان به يې هم خلاص کړی او خبره به په خير تمامه شوی وای، نه دا چې خبره کودتا ته ولاړه او د هغه په مرګ وشهادت به نه پرېوته او داسې دې ناخوالو او غميزې راواخله.
    بيا حفيظ الله امين که د روسانو سفير په څپېړه وهلی نه وای، نو ولې به خبره د هغه په مرګ تمامېده او کارمل ته لار جوړه شوه.
    همداسې نورمحمد تره کی درواخله.
    ډاکټر نجيب الله د اريانا په پارک کې د پاکستان په ضد ګوتڅنډنه وکړه او وروسته بيا هملته د همدې ستانکزي د ډلې په واسطه راوځړول شو او ډېر نامناسبه رويه ورسره وشوه.
    همداسې د ښاغلي کرزي پلار چې د بابر په وخت کې د بې نظيرې کاروان چې ترکمنستان ته تللو او هغه لارې د کرزي د پلار له لورې ودرول او کرنيل امام پخپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) په نهه اويايم مخ، د وروستي پاراګراف په وروستۍ کرښه کې داسې ويلي :
    ((…. ما [کرنيل امام] ورته کړل چې ښاغليه زمونږ مخه نيول به درته ډېر سخت تمام شي.))
    همداسې موږ لا د طالبي او نورو د ډېرو جهاد مشرانو په مرموزو وژنو نه پوهيږو چې اصلي واقعيت څه شی دی؟
    ځينې زورور بيا وايی چې په نظامي زور ….
    خير نو قرآن ولې د ((واعدوا لهم ماستطعتم ….)) ولې د ((اعدُّوا) کليمه کارول شوې ده؟
    ==-=-=-=
    مودي چې له هندوستان سره د کشمير د الحاق فرمان صادر کړ، نو زه هغه وخت د حج په سفر کې مدينه کې وم چې دا خبر مې هلته واورېد. قريشي هم ډېر زيات په د اسلامي همکاريو په سازمان او په ځينو عربو دوستانو باندې احساساتي شوی وو او ان خبره ډېره زياته جذباتي شوه او جنګ ته ولاړه، نو د سعودي او د اماراتو د بهرنيو چارو اړوند چارواکيو پاکستان ته وويل چې ((لږه ارامه خورئ.)) تشه خزانه، او تش جيب د چا په پيسو جنګېږئ؟ موږ د جنګ پيسې تاسې ته نه درکوو، نو قريشي د واره سوړ شو او د پاکستان پوځ هم په ارام شو. دوی داسې انګېرله چې پيسې به د عربو وي او جنګ به موږ د کشمير په سر له هند سره کوو، نو څوک دومره لېوني نه دي چې چا ته هسې وړيا پيسې ورکړي او همداسې اوس په مينځني ختيځ کې د عربو ټولې لوی پروژې هندي انجنيران او نور مزدوره طبقه مخته وړي او له پاکستانيو کار هم ښه کوي او کار ته هم پوره پابند دي.
    ګرانو پاکستان چې له موږ وتاسې له عربو او همدې نورو نړيوالو قوتونو سره ښه اشنايي لري وړيا پيسې څوک نه ورکوي، نو موږ وتاسې ته به يې څوک کله راکړي؟
    دا د يوې وړې بېلګې په توګه، نور خو تاسې پوه او هوښيار خلک ياست او موږ همدا اوس او نه مخکې له خدای پرته داسې يو نړيوال دوست او خواخوږی نه لرو چې د تنګسې په وخت کې لاس راکړي.
    ما ته مو هسې خپل بېځايه زور مه ښايي، ځکه چې زه يو غريب انسان يم، خو تاسې ته مې نصيحت دا دی چې لږه يې سړه خورئ او له بېځايه احساساتو هېڅ نه جوړيږي.
    موږ يوه نه، بلکې په ډېرو مواردو کې تېروتنې کړي دي. په لمانځه کې که تېروتنه وکړ، خو د سهوې سجده به وکړې او که په سياست کې دې وکړه، نو هغه به بيا نه جبيره کيږي او جبيره کېدل يې وخت، تعقل او لا ښو پرمختللو زده کړو او اقتصادي غښتلتيا ته اړتيا ده، نه نظآمي ته.خو له بده مرغخ چې زموږ د ټولو غاښونه اوس وتلي دي او بيرته يې په اسانه خوله کې اېښودی نه شو.

  7. ښاغلی سعیدی صیب ستاسی پوهه او ټولی تبصری د ستاینی وړ دی.
    بلی ستاسو په اخرني تبصره پوه شوم. مطلب مو ځمونږ غربت او په سړه سينه ځواب او احساساتی ځواب دي.

    کاشکی ځمونږ دغه دوه مخي ازلی او ابدی دشمن ځمونږ په غربت او په سړه سینه ځواب پوهیدلای؟
    زمونږ دغه دشمن تر دیی حده رسیدلی چه عاصم منیر یی وای چه د یو پنجابیستانی په خاطر درته ټول افغانان وژنم.

    نو سعیدی صیب زه زورور نه یم خو الله ج زړور پیدا کړی یم. او حج می هم د غربت دلاسه نه دي کړی، خو که د حج پیسی می پیداکړی، نو سمدلاسه به دغه پیسی په خپلو غریبو وطنوالو وویشم، ځکه چه شاوخوا وطنوال می په غربت کی وی نو الله ج به می حج چیرته قبول کړی؟
    مننه

  8. افغانستان او نظام ولس ملت یو حقیقت دی او وړاندی به ځو پاکستان په معنویاتو تصور او ستراتیژی او انځورګیری جوړ شوی او دا به سل سلنه له تصور په حقیقت بدلیږي پدې کې هیڅ تبصرې ته اړتیا نه لیدل کیږي! وړاندی مو جمهوریت ننګه کوله حو نه پوهیدو اوس له شته نظام مثبت تګ ننګه کوو منفي ورته ښایو

  9. Did you forget those 50 years that your country was used against Afghanistan?
    You also may not remember that shedding Afghan blood made your country a powerful country and owners of nuclear weapons? Afghans will never forget that and inshallah one day they will be able to take revenge.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب