شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته د ذبیح الله مجاهد غبرګون

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې، چې وایي افغانستان د نړۍ په کچه د امریکایي وسلو او تجهیزاتو د پلورلو تر ټولو ستر مرکز دی.

ذبیح‌الله مجاهد وايي چې له بهرنیو ځواکونو پاتې شوي پوځي تجهیزات په بشپړه توګه د سرپرست حکومت په واک کې دي او د هغه د پلور ادعاګانې ردوي.

ډونالډ ټرمپ چې د امریکا د را نېژدې ولسمشریزو ټاکنو له مخکښو نوماندانو یادیږي، یو ځل بیا خپله دا مخکېنۍ ادعا تکرار کړې، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته د ۸۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات له دغو ځواکونو پاتې شوي دي.

طالب ویاند د هغه په غبرګون کې ویلي: « پاتې شوې وسلې د افغانستان لپاره په درد خوري او موږ په خپله امنیت ته اړتیا لرو او دغو وسلو ته اړتیا لرو په داسې حال کې چې موږ په خپله ډېرې جګړې تېرې کړې دي او دلته د وسلې د ساتلو لپاره اړتیا شته.»

د ټرمپ دغو څرګندونو ته څارونکي تر ډېره د کمپایني تبلیغاتو په سترګه ګوري، چې غواړي واکمن ولسمشر جوبایډن پرې په ولسمشریزو ټاکنو کې وننګوي.

له طالبانو سره د دوحې د سولې تړون د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا لاسلیک او د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال عملي کړ.

اوس له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتو او ناوړه پایلو ملامتي دواړه ولسمشران یو پر بل اچوي او هڅه کوي، چې د رایه ورکوونکو رایې په دې ډول خپلې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون بیا رد کړې وه، چې په افغانستان کې یې د ۸۵ میلیارد ډالرو تجهیزات نه دي پاتې.

د سرچینې په وینا، د دغو وسلو او تجهیزاتو ارزښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

تر دې مخکې د هند او پاکستان یو شمېر چارواکو هم د دغو هېوادونو په نا امنیو کې له هغو وسلو د استفادې ادعا کړې وه، چې په وینا یې د امریکایي ځواکونو له وتو وروسته په افغانستان کې پاتې وې.

1 COMMENT

  1. وچه او کلکه او رښتینی خبره:
    د امریکا داخلی او خارجی سیاست د یو څو یهودو په ګوتو څرخی را څرخی ( ټرامپ مرامپ او ګوزک بایډن مایډن هسی خوشی ناوکیانی دی ).
    حقیقت خو دا دی چی امریکا په لوی لاس دا دومره ډیری وسلی طالب ته پریښودی چی نوری پټی پټی نقشی طراحی او عملی کړی ( څه د طالب پواسطه او څه د نورو داعشی او تروریسټی ډلو پواسطه ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب