Homeخبرونهګوانتینامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدو هڅې

ګوانتینامو کې د وروستي افغان بندي د خوشې کېدو هڅې

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) د سعودي عربستان مشهورې رسنۍ « العربیه» د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د طالبانو په زندان کې د یوه امریکایي بندي د تبادلې په بدل کې د ګوانتینامو زندان د وروستني افغان بندي محمد رحیم حقمل د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

سرچینه زیاتوي، هڅه کیږي چې رحیم حقمل واشنګټن ته د جاسوسۍ په بدل کې د طالبانو لخوا د نیول شوي امریکایي وګړي« رایان کوربت» سره تبادله شي.

دغه امریکایي تبع د ۲۰۲۲ په اګسټ کې طالبانو په دې تور ونیوه، چې ګواکې د کابل په شېرپور کې یې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو برید سره همکاري کړې ده.

کابل کې د طالبانو واکمن رژیم او امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو رژیم نن له عمان څخه کابل ته د ګوانتینامو زندان د دوو خوشې شویو طالب بندیانو د لېږد اعلان وکړ.

طالبانو څه موده مخکې وویل، چې په بهرنیو هېوادونو کې یې د افغان بندیانو د خلاصون هڅې زیاتې کړي او په دې اړه یې یوه لوړپوړې کمېټه ټاکلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...