شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه خوست کې د کمونستي نظام د مهال لوی ډله ییز قبر...

په خوست کې د کمونستي نظام د مهال لوی ډله ییز قبر وموندل شو

تاند(دوشنبه، د دلوې ۲۲مه) یو لوی ډله ییز قبر، چې باور کېږي په افغانستان کې د شوروي د کمونستي دولت د پلوي حکومت د واکمنۍ په کلونو پورې تړاو ولري، په خوست ولایت کې وموندل شو.

ځايي چارواکو وویل، په دغه قبر کې شاوخوا ۱۰۰ جسدونه موندل شوي دي.

د خوست ښاروال بسم الله بلال فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، دا قبر د شنبې په ورځ د خوست په سړبنو کې د یوه کوچني بند لپاره د کیندنو په ترڅ کې وموندل شو.

بلال زیاته کړه:«د لومړنیو معلوماتو له مخې، دا کسان په ۱۳۵۸ لمریز کال کې له وژل کېدو وروسته دلته په ډله ییز قبر کې خښ شوي دي.»

له دې داسي ښکاري چې دا کسان د خلق دیموکراتیک ګوند له لوري د ثور له کودتا یو کال وروسته وژل شوي دي.

بلال وايي، ځیني مړي د ښځو دي او د ټولو وژل شویو کسانو له جامو داسي ښکاري چې درست ملکي وګړي دي.

د ثور له کودتا وروسته د افغانستان چپي واکمنانو لسګونه زره کسان په دې تور ونیول او په بې رحمانه ډول ووژل چې فکر او نظر یې د دوی په شان نه و.

د خلقي او پرجمي حکومتونو له لوري اکثره وژل شوي کسان د افغانستان روشن فکران، د پوهنتون استادان، لیکوال او همداراز دیني عالمان او شتمن کسان وو.

د ظاهرشاه د سلطنت د مهال بې ساری صدراعظم موسي شفیق هم د نورو په شان د ثور له کودتا وروسته بې محاکمې ووژل شو.

1 COMMENT

  1. دا د افغانستان بدبختی ده چی هر ناولی نظام راځې روشن فکره خلک وژنی کمونستانو روشنفکره کسان وژل مجاهدینو ټول روشنفکره کسان وژل بلخصوص مظلوم معلمین دطالب واکمنی کښې سل فیصده روشنفکران وژل کیږې نیمایې روشنفکرانی په مرمیو ووژل او نیم نوری په ژوندینه وژلی دې د علم او تعلیم دروازی یې پر مخ تړلې صرف د دشمن د خوشحالو لپاره .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب