شنبه, مې 4, 2024
Home+اپل په خپل نوي محصول ډیر خلک حیران کړل

اپل په خپل نوي محصول ډیر خلک حیران کړل

تاند- اپل شرکت یو نوی محصول خرڅلاو ته وړاندې کړ چې ډیر خلک یې حیران کړي دي.

اپل شرکت وايي، دا محصول خپلو کاروونکو ته اجازه ورکوي څلور بُعدي او درې بُعدي فلمونه وویني.

اپل شرکت نژدې اته میاشتې پخوا د خپل اپل ویژن پرو (Apple Vision Pro) په نوم د دې محصول مخکتنه کړې وه خو تازه یې دا محصول د مشتریانو لپاره په خپلو پلورنځیو کې خرڅلاو ته ایښی دی.

اپل ویژن پرو، غټو عینکو ته ورته دی چې که پر سترګو شي نو د سترګو او لاسونو په خوځولو او یا په غږ انتخابونه کولی شو.

د دې محصول په وسیله هممهاله څو پروګرامونه د یو بل ترڅنګ پرانیستلي ساتلی شو او دا پروګرامونه له خپلې خوښې سره سم د ځان په شاوخوا کې، هر ځای چې مو زړه وي، ایښودلی او بشبړ تسلط پرې لرلی شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، حاضردمه د اپل ویژن پرو، چې میموري یې ۲۵۶ ګېګابایټه وي، بیه ۳ زره ۴۹۹ ډالره ده.

شنونکي دا نوی محصول د اپل شرکت د راتلونکې لپاره ډېر مهم بولي او اپل کمپنۍ د اپل ويژن پرو په وړاندې کولو سره خپل مشتریان راتلونکې ته وربللي دي.

د اپل د محصولاتو یوه مینه وال په نیویارک کې د اپل ویژن پرو له ازمېښتولو وروسته رویټرز خبري اژانس ته وویل:

«زه دوه ډایناسوران په ۳ ډي او ۴ ډي فارمټونو کې وینم او هغوی د ګیرکېدو په حال کې دي. داسي ښکاري لکه چې هغوی دقیقاً دلته دي او دا هر څه په دې پلورنځي کې پېښېږي.»

اپل ویژن پرو د اپل د محصولاتو مینه وال په تېره بیا ځوانان ځان ته راکاږلي او د دغه شرکت په وینا، حقیقي دنیا له مجازي دنیا سره نښلوي او خپلو کاروونکو ته د بې ساري تجربې چانس ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب