شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهافغانستان او سریلانکا ۲۰ اوره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

افغانستان او سریلانکا ۲۰ اوره سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

د افغانستان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزو سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د دوشنبې په ورځ کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې د افغانستان لوبډلمشر وي.
په اعلان شوې لوبډله کې رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، اسحاق رحیمي، ګلبدین نایب، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل حق فاروقي، فریداحمد، نوین الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل شوي دي.
راشدخان، سلیم ساپی او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې نه دي اخستل شوي.

د سریلانکا کرکټ بورډ هم د افغانستان پ۸ه وړاندې د شل اوره سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده.

د سریلانکا کرکټ بورډ د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې لوبلړۍ کې به وینیندو هسرنګا لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې لوبډله کې چېرت اسلانکا، پټوم نساکا، کوشال مېنډس، ډننجایا ډېسېلوا، کوشال پرېرا، انجیلیو مټیوز، دوشن شناکا، سدیرا سمرا ویکرما، کمېنډو مېنډس، مهېش ټیکشانا، اکېلا دننجایا، متیش پټیرانا، دېلشن مدوشنکا او نوان ټوشارا شامل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، که چټک توپ اچونکی دوشمنتا چمېرا له ټپونو رغېدلی و، په یاد نوملړ کې شامل دی کنه پرځای به یې بنورا فیرننډو غوره شي.

سریلانکا له افغانستانه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله او یوازې وروستۍ لوبه به د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه ولوبوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب