Homeخبرونهترکیه کې د څه باندې یو نیم زر افغان کډوالو د زنداني...

ترکیه کې د څه باندې یو نیم زر افغان کډوالو د زنداني توب پخلی

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې په ترکیه کې څه باندنې ۱۶ سوه افغان کډوال بندیان دي.

د دغه وزارت مرستیال، عبدالرحمن راشد وايي چې د دغو بندیانو د خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

د هغه په وینا، د روان لمریز کال له پیله تر دې دمه د ترکیې له بندخونو نږدې ۶۰۰ تنه بندیان خوشې شوي او بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له دې سره، ترکیه کې مېشت یو شمېر افغانان وایي چې هغلته د بندي افغانانو شمېر تر ښودل شوې شمېرې څو چنده زیات دي.

طالب چارواکي بیا وایي، چې دوی ته اړوندو ادارو د بندیانو شمېر همدومره ښودلی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په  ترکیه کې دا مهال شاوخوا درې سوه زر افغانان اوسېږي.

دغه افغانان تر ډېره د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته له افغانستانه وتلي، چې یوه لویه برخه یې د پرځیدلي نظام منسوبین دي.

یو زیات شمېر نور افغانان د اقتصادي ستونزو، د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو او نورو دلایلو له امله د ایران له لارې په ناقانونه توګه ترکیې ته د تلو او هغلته زیاتو ستونزو سره د مخ کیدو خبر ورکوي.

افغان کډوال وخت په وخت د ترکي ځواکونو له ناوړه چلند څخه هم شکایتونه کوي، خو طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...