Homeخبرونهپه داعش کې د افغانانو د حضور او کارولو په اړه د...

په داعش کې د افغانانو د حضور او کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۲۳مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په لیکو کې د افغانانو د حضور او کارول کېدو په اړه خپل هغه راپور خپور کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته لیکل شوی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د داعش په لیکو کې د افغانانو استخدام د پام وړ و.

د راپور له مخې، د یادې څانګې په اکثره عملیاتو کې له دغو افغانانو کار اخیستل شوی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د دې ډلې د خراسان څانګې له خوا د بریدونو کمښت احتمالاً د طالبانو لخوا د تروریزم ضد هڅو او هم د دې ډلې د مشر په ستراتېژۍ کې د بدلون زیږنده وي.

په راپور کې غړیو هېوادونو په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو د پراختیا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او یو شمېر غړیو هېوادونو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې د وسلو له زېرمو وسلې انتقالیږي.

دوی همدارنګه ویلي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي څخه دا ډول وسلې ترلاسه کړي یا یې هم د ترلاسه کولو هڅه کړې ده.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم تراوسه د دغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د پياوړتیا او له دغه هېواده نورو سیمو ته د وسلو د لېږد او پلور ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب یوه مهمه غونډه ترسره کیږي.

دې غونډې ته د طالبانو د رژیم استازي هم بلل شوي او ګومان کیږي، چې د دغه راپور خپریدل به پر طالب رژیم د فشارونو یوه برخه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...