دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه په خپلو ادعاوو کې د انور کاکړ نرمښت

د افغانستان په اړه په خپلو ادعاوو کې د انور کاکړ نرمښت

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په تازه خبرو کې د افغانستان په اړه خپلې توندې نیوکې او ادعاوې رد کړې دي.

نوموړي ویلي چې افغانستان د پاکستان لپاره خطر نه دی او افغانانو هېڅکله پاکستان ته خطر نه دی پېښ کړی.

انوارالحق کاکړ په افغانستان کې اوسنۍ وضعیت «امن» ګڼلی خو ادعا یې کړې چې د طالبانو واکمن رژیم لا هم په افغانستان کې مرکزي واک ته نه دی رسېدلی.

کاکړ په خپلو خبرو کې ویلي چې په افغانستان کې د حکومت څرنګوالی د افغانانو کورنۍ مساله ده.

د هغه تازه څرګندونو ته د طالبانو رژیم کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکېنیو ادعاوو او تورونو ته یې په غبرګون کې طالب ویاندویانو ویلي وو چې هیله لري په پاکستان کې د نوي او مسوول حکومت له رامنځته کیدو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې سمون راشي.

کاکړ، چې له موقتي صدراعظم کېدو سره یې پر افغانستان توند تورونه ولګول او ظاهراً د ده په امر سلګونه زره افغان کډوال په زوره خپل هېواد ته ستانه او ناوړه چلند ورسره وشو، د واک ختمېدو ورځې یې لږې پاتې دي.

دا څرګندونې یې داسې مهال کړي، چې یوې پاکستاني رسنۍ د طالبانو د رژیم په منځګړتوب د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان د موقت اوربند خبر ورکړی.

دغه خبره د ادعا شویو ښکېلو غاړو له لوري نه رد او نه تایید شوې ده.

2 COMMENTS

  1. ګلخان کاکړه !
    دادی ژمي تېرشو او ګلخانه دا تور مخ د سکرو ته پاته شو.
    وایی ګلخان چې په پچه وخېژي ، کشمیر ویني .
    ګلخانانو ته د الله ج د نیکي هدایت وکړي او که د هدایت وړ نه وي . تباه او برباد دې شي .
    کاروان تېريږي ، ګل خانان به ورته غاپي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب