جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد شمال ټلوالې د یو شمېر مشرانو لخوا بیا د فیډرالي نظام...

د شمال ټلوالې د یو شمېر مشرانو لخوا بیا د فیډرالي نظام غوښتنه

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) د شمال ټلوالې یو شمېر پخوانیو جلا وطنو مشرانو بیا په افغانستان کې د فیډرالي نظام جوړېدو غوښتنې کړي.

دوی چې اکثره یې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغانستانه تښتیدلي او په بېلابېلو هېوادونو کې کډوال دي، دا غوښتنې له پرون راهیسې په مجازي نړۍ کې د خپلمنځیو ویډیو کنفرانسونو او اعلامیو له خپرولو سره کړي.

په پرځېدلي جمهوري نظام کې د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش بیا له طالبانو هم غوښتي، چې د دغې غوښتنې ملاتړ وکړي.

محمد محقق، عبدالرشید دوستم او یو شمېر نورو څېرو هم د افغانستان پر فیډرالي کېدو ټینګار کړی او دا یې د دوی په باور د افغانستان د قضیې اساسي حل ګڼلی دی.

دغو څېرو تر دې مخکې په زوره د طالبانو د رژیم د چپه کولو ګواښونه هم کول، خو د شاوخوا دوه نیمو کلونو له تېریدو سره- سره یې یوه هم تر اوسه د طالبانو خلاف د کوم عملي اقدام خبر نه دی ورکړی.

یو شمېر دا څېرې ان د دې شکایت لري، چې پناه ورکوونکو هېوادونو د سیاسي فعالیت اجازه هم نه ده ورکړې او طالبانو ته یې د هغوی د مخالفانو د کنټرولولو ډاډ ورکړی.

د شمال ټلوالې یو شمېر مخالفان چې د طالبانو د رژیم مخالفان هم دي، باور لري چې د ټلوالې ورته غوښتنې، قومي او سمتي تبعیض او د افغانستان د ټوټه کولو هڅې په لوی لاس د طالبانو د پياوړي کولو سبب ګرځي.

13 COMMENTS

  1. همدا د شمال ټلوالې نوم ورسره ښه جوړېږي. 🙂
    غله او داړه ماران. د خره زامنو غني کار ته نه پرېنښود اوس دې ککړه سومبۍ ګرځي.

  2. کله چی انفرادی دوی څخه پوښتنه او غوښتنه کوو چی فدرال د واحد افغانستان د تجزیی په مانا ده، دا کارمه کوئ. دوی وایی چی څه وکو مجبور یاستو، پشتانه خو د تعلیم، ترقی، هنر، سواد، پرمختیا، کار، عزت او ډیرو نورو ارزښتونو مخالف دی، د دوی له لاسه نور قومونه ولی د ذلت کنده کی ولویږی؟ د دوی دی نظریې ته ځواب ورکول ډیر مشکل کار دی. بالمقابل چی ګورو هره ورځ پښتانه په فزیکی او معنوی ډول له منځه وړل کیږی. د نورو قومونو سیمی دا دوه ویشت کاله ارام او بیغمه دی، خو د پښتونو سیمی دا پنځوس کاله دربدره او د وینو سیلاب پکی بهیږی، بمباری، دشپی تلاشی، سړی وژنه، مکتب او شفاخانه ورانول، سړک الوځول او دماشوم دوه څیری کول، د ښخو سپکاوی اوسل نور آفتونه پکی روان دی. کوشش وکړئ چی د فدرال طلبی نظریه رد شی. ورسره یو ځای پښتون هم لږلږ چوخ کئ چی سم او لارې ته برابرشی.

  3. ښاغلی وحید صیب کوشش وکړی تاریخ ته رجوع وکړی، بیا د دوی دی نظریې ته ځواب ورکول ډیر مشکل نه بلکه ډیر ساده کار دی.

    آمان الله خان غازی یو پښتون او مترقی پاچا وه، هغه د انجونو مکتبونه شروع کړه، همداسی د تمدن او پیشرفت لپاره یی په نورو پلانونو کار شروع کړی وه. مګر متآسفانه غیر پښتون یا حبیب الله بچه سقاو د خپلو غیر پښتنو په مټ راپاڅیدو او امان الله خان ته یی د کافر خطاب وکړو. ځکه امان الله خان د انجونو تعلیم، ترقی، هنر، سواد، پرمختیا، کار، عزت او ډیرو نورو ارزښتونو لپاره کار کولو. که چیری دغه غیر پښتانه د امان الله خان په ضد نه وای پاڅیدلی افغانستان به نن د نړی یو پرمختللی هیواد وای.

    د فیډرالي او تجزیی خبری دغو لنډغرو ته پنجاب، ایران او کولابیان په غوږ کی ږدی. والسلام

  4. فدرالی نظام یو ککری ته ضرورت لری دا لنډغر غله او چپاولګران او هم جنسګرایان د فدرال نظام نشې جوړه ولی دا د هغه ولایتونو خلکو مربوط ده چی په دې طرحه غور وکړی او باید پوه شې چی فدرالی نظام یعنی د همدی سمیې خلکو بربادی ده ټول به دې دوستم د محقق خردوان او لنډغر پنجشیرې غلامان وې د افغانستان جغراقیه دې خبری ته جوړه نه ده او نه کار امده نظام ده دا غله پوهیږې چی نوره لار ورته پاتی نه ده او اوس هر احمقانه فکری چی سر ته لویږی بیا هغه ډنډوره جوړه کړې

  5. په فدرالي نظام کې به تاجیکان ډېر تاوان وکړي ، دوی هرچېرته تیت او پراګنده پراته دي . د دوی ترڅنګ پښتانه ، ازبک ، قزاق ، قرغز ، هزاره ګان او نور قومه پراته دي .
    هریو به د خپلې ژبې د اکثریت او رسمي کېدو او د خپل مذهب دعوا کوي .هرچېرته به کور په کور غلاوې ، وژل ، ټکول ، د لارو بندول ، د عکسونه سریښول وي . کیش شخصت او قوم پرستي به خپل اوج ته ورسیږي . بیا به په هره کوڅه کې د خط او پاسپورت پوښتنه کوي چې له کومه ځایه راغلي او چېرته روان یې . مال ، موټر ، کور او هرڅه به په زور له یو بل نه اخیستل کیږي . هریو به دعوه لري چې زمونږ سرحد دلته دی او هلته دی .
    د ملوک الطوائفي ، جنګسالاري او قوماندان سالاري کلونه که د چا په یاد نه وي ، یو ځل د د افغانستان د 1370 – 1381 کلونو تاریخ ولولي . د ډېرو بې ګناه انسانانو وژلو او کورونو ورانولو ، چور او چپاول احمدشاه مسعود په ملي قهرمان او ډګروال دوستم په مارشال تبدیل کړل، نور نو ستاسو خوښه فدرالیزم غواړئ ، متمرکز جمهوریت او که …؟

  6. تر هغه ځایه چی ما اوریدلی یا لوستی دی د امان الله خان پر ضد تر هر قوم مخکی پښتون پاڅون وکړ ځکه د انګریز د دسیسو مرکز د پښتون ټاټوبی ته نژدی ۇ او نژدی دی.

  7. ښاغلی غلام حضرت صیب بلی دا ستاسی نظر دی، ځکه تاسی اوریدلی دی. هر څوک حق لری چه خپل آزاد نظر څرګند کړی.

    ښاغلی وروره ستاسی یوه لیکنه( موږ: زمونږ) تر عنوان لاندی لیکل شوی وه، خو اوس ځما څخه ورکه ده، که په دغه هکله معلومات راکړی.
    زه ستا د تبصرو ډیر پخوانی شوقی یم، او اوس چه دیی لیکنه شروع کړیده لا به ډیر خوند تری واخلم.
    والسلام

  8. سلامونه،
    د مبصرینو نظرونو په تایید، آزمودګان را آزمودن خطآء بینور است!
    د ولس ۸۵ فیصده خاموش بیطرف د سراسري امنیت ، او ځینو نورو پازټیف کړنو د ط ط چخه خوشحاله بریښې؛خو هاغه یوه نیمه کمبودۍ چې اصلاحي منتقدینو ورته د رسنیو او…لارو ښيي ،باید عملي شي ؛ بیا دې د ۵۰۰ تابوتونو خاوندان، د تورسن خبره ، په کومو استانونو تښتي!!! صمُُ بکمُُ عمیُُ فهم لا یرجعون.
    فدرالي رژیم :جرمنی،روسیه، سویس ا.د.ن. دولتونه تجربه کوي چې ۲۰۰ کاله له افغانستان نه مترقي دي یعنې خلک ې سل په سلو با سواده، د سړي سر عاید او مصرف ې مالوم او د ټولو ملي اوانټرنشنل قوانینو پلی کوونکي دي.که څوک ځانته افغان نه وايي هېڅ حق نلري د فدرام، دو ستم، ډبل بلوونران او نور کثافات غوندې لڼدغرو خبرو باندې وخت ضایع کړي
    ان اکرمکم عند الله اتقیاکم

  9. کاشکي دغه لنډه غر د فيدراليزم په معني پوهيدلۍ. د دوي فيدراليزم غوښتنه په اکادميکه تبصره هم والله که ارزي اوغوښتنه يي په اصل کي هغي وردګي متلي لنډۍ ته ورته ده کوم چي وايي: زه د وم لالۍ د وي،،، يو ګوډۍ اوړه د وي…. نور( خلک) که نه وي، نه د وي.

  10. ګرانو مومنانو او مومناتو !
    موږ او تاسو لږ تر لږ د نیمی پیړۍ د حکومتونو تجربه لرو ؛ شاهی ،جمهوری، کمونستان ، د جهاد غله،
    طالبان او نور ټول مو ولیدل او همداسی هری مفکوری ته منسوب وزیران ،رئیسان ،مدیران ،والیان ،جنرالان مستعجل و بیقاعده و حتی مارشالان غیر مسئول و واجب الاحترام بی معیار لجام ګسیخته
    و چپاولګران بیت المال و ارذل الناس بی هویت ټول له ټولو قومونو ،احزابو او سمتونو ولیدل ، څوک
    ویلی شی ، کوم وزیر ، کوم رئیس ، کوم والی ، کوم جنرال ، کوم معاون یا کوم یو بل یی سم یا معیاری
    کار کړی ؟
    فساد چیرته نه وو ؟
    شخصی روابطو نه کومه اداره پاکه وه ؟
    د ټولو مادی امکاناتو سره جمهوریت ولی مات شو ؟
    افسدالناس د جمهوریت لکه دانش ملی خاین،متعصب جاهل اوس علمبردار د فدرالیزم دی.
    غواړی د فدرالیزم تر نامه لاندی خپل فساد ته پراختیا ورکړی ؛تر اوسه کومه اداره کی کامیاب وی ؟
    آیا صرف نوم تا له ټول خباثت او مردارو سوابقو سره بدلوی شی ؟
    نه معیار آدمیت ، اهلیت او کفایت دی.
    علم بی عمل ثمر نلری ؛قومی،سمتی ،حزبی او تنظیمی ویش ټول ازمایل شوی ،تکرار یی حماقت دی ؛اوس موږ اهل کار ته ضرورت لرو چي امانات وساتلی شی او مسئولیت اداء کړی،یواځی شیخ یا دکتور د اهلیت معیار نشی کیدای .

  11. ګران ” وطندار ” ورور ته دی وویل سی چی ما اوریدلی نه دی بلکه له نژدی می کیسه او کیسی لیدلی دی.
    زه څلور کلن وم چی مشر ورور می د پښتنو هغی جرګی ته بوتلم کومه چی د امان الله خان پر ضد د بغاوت پلانونه پکی جوړیدل. ددی کیسی پوره سل کلونه وتلی دی! !!!!!!.
    ځینی وخت د یوی شین سترګی بوډی یا بوډا سره د سِن او سال په هکله مجلس کوم ، د ظالم زامن اتیا نِوی کلن وی خو تکړه وی او پخپل تکړه توب فخر کوی، زه هم ور ته وایم چی زما مور او پلار د مرګ په وخت کی د ۱۵۰ کلونو وه ، اول وخاندی ( دروغ دی وویل ) ، ور ته وایم دروغ نه وایم، پلار می اتیا کلن او مور می اویا کلنه وه او په ګډه ۱۵۰ کلن وه.
    امّا زما د لیکنی ( زموږ موږ ) د سرنوشت په هکله:
    زه په اجتماعی ژوند کی ( په نفسانی انګیزه ) د هیچا څخه د ګیلی عادت نلرم ( البته د بشریت او دین او وطنوالو د دفاع په سنګر کی د هیچا مراعت نلرم ). د تاند څخه زما د لیکنی ( چی سریالی بڼه ئی هم درلوده) د ورکیدو او حذف د علت پوښتنه می له” تاند ” څخه نه ده کړی، ګومان کوم چی ډیره دردوونکی لیکنه وه او ځینو لوستونکو ئی د درد د زغم توان له لاسه ور کړی او له ” تاند ” څخه ئی زما د لیکنی د لیری کولو غوښتنه کړی وی.
    په هره توګه، کوم خراباتی ځوان ناروغ ؤ او انډیوالان ئی عیادت ته ورغلی وه او هر یوه به د ناروغی د څرنګوالی او علت پوښتنه تری کوله، ځوان ور ته وویل:
    بس چی دوو درو یارانو وویل هغه می ناروغی ده.

  12. مننه او کور ودان ښاغلی غلام حضرت صیب، الله ج دیی تاسو ته ډیر عمر د بشپړی روغتیا سره درکړی. په احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب