Homeخبرونهبدخشان کې واورو یوې جنازې ته تللي ۳ ځوانان مړه کړي

بدخشان کې واورو یوې جنازې ته تللي ۳ ځوانان مړه کړي

تاند ( یکشنبه، د دلوې ۱۵ مه) د بدخشان لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې د واورو له امله له یوې جنازې څخه ستنیدونکي ۳ ځوانان مړه شوي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار ویلي، چې دا پېښه نن یکشنبه د شهر بزرګ ولسوالۍ په سنگخواه کلي کې شوې.

سرچینه زیاتوي، چې د مړو شویو ځوانانو جسدونه د سیمې د خلکو په مرسته له واورو ویستل شوي.

له څو ورځو راهیسې د افغانستان په پلازمېنه کابل، بدخشان او یو شمېر نورو ډېرو سړو سیمو کې واورې او بارانونه وریږي.

کروندګر خوښ دي چې ورښتونه به د وچکالۍ د کمولو لپاره ګټور پرېوځي، خو بېوزله او له ګاونډیو هېوادونو ستانه شوي کډوال بیا شکایت کوي چې ستونزې یې زیاتې شوي او څوک مرسته نه ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...