جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهد طالبانو امربالمعروف وزیر: ټول « اسلامي احکام» به ګام پر ګام...

د طالبانو امربالمعروف وزیر: ټول « اسلامي احکام» به ګام پر ګام عملي کړو

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د طالبانو د رژیم د تر ټولو جنجالي وزارت( امربالمعروف او نهې عن المنکر) وزیر شېخ خالد حنفي ادعا کوي، چې د ده په وینا « ټول اسلامي احکام» به ګام پر ګام عملي کړي او هیڅ اسلامي رکن به له عملي کېدو پاتې نه شي.

نوموړي نن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال تور پورې کړی، چې ځینې ښځې د بهرنیانو لخوا زرګونه ډالره ترلاسه کوي او په افغانستان کې « بې حجابي«» ترویجوي.

هغه په دې اړه کوم سند نه دی وړاندې کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې داسې هڅې به شنډې کړي.

دغه طالب وزیر په ورته وخت کې پر ټولو قومونو د ده په ټکیو د «اسلامي شریعت» د احکامو د یو شان عملي کېدو ټینګار کړی او و یلي، چې په دې برخه کې چا سره امتیازي او غیر امتیازي چلند نشته.

له څه مودې راهیسې د طالبانو یو شمېر منتقدانو دوی تورن کړي وو، چې ګواکې یوازې یې د هزاره او تاجیکو ښځو او نجونو خلاف د بې حجابۍ او نورو تورونو په نوم اقدامات کړي.

طالب وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې دوی او شخصاً د ده اړوند وزارت په پرله پسې ډول د ښځو خلاف په توندو او غیر انساني اقداماتو تورن شوي.

د ښځو خلاف د طالبانو افراطي چلند د دوی د رژیم د نه رسمیت موندلو او پرې د نړیوالو او ملي فشارونو یو لوی دلیل ګڼل کیږي.

14 COMMENTS

  1. اول په ځان ټول شرعی احکام عملی کړی ښځه دی له پنجابیانو راخلاصه کړی بیا په نورو خپلویې عملی کړه د افغان ملت نه تا پیژنی او نه دی شرعی حدود الحمدالله ټول مسلمانان دې او ټول په خپل ځان د محمد (ص) سنت او د اسلام دین احکام جاری ساتلی دې دا ستاسو احکام له شریعت هم لوړ دې چی په هیڅ دین او مذهب کښې نسته نو صرف په خپل ځان عملی کړه د پنجابی نا روا زویه

  2. لعنت الله علی کاذبین ، څوک چې ایما په ګومان بایلي ، ترهغه بل لوی ګنهګار او احمق نشته.

  3. خالد جانه! ګوره، پدی پوهه ،اخلاقو ، دسوټی او بده ژبه کارول ، په خپل بد ګمان حُکم کول ، د دعوت اصول تر پښو لاندی کول ، د داعی مواصفات نه درلودل ، دا ټول هغه څه دی چي امکان لری
    دِ جذب او اصلاح پر ځای ؛ د خلکو نفرت زیات شی او قصداََ ځان دوزخ ته واچوی .
    ته باید خپلی کورنۍ غړی ښځه او نارینه منحیث داعی بالعمل په ټولنه کی فعال کړی تر څو ملت عملاٙٙ وګوری د یو مسلمان وزیر ښځه ، لور ، زامن او وروڼه یی او په مجموع کی ټول تحریک طالبان په
    کور ، ټولنه ،دفتر او اداره کی اسلامی ژوند څنګه تمثیلوی او نورو ته نمونه وی د حسناتو ، نه دا چي لکه انس حقانی درباندی انتقاد وکړ چي ډیر پر ځای وو ، نو داسی نه کیږی بلکی عملی نمونی وړاندی کړی
    ګوره قرآن کریم څه وایی :
    اٙ تامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم….
    اُدعُ الی سبیل ربک بالحکمه والموعظه الحسنه و جادلهم بالتی هی احسن
    نه سوټی ، نه خُسا او بده ژبه کارول ، نه حملی؛ دا بهیمی خصوصیات دی ځان له مومنانو اوچت بلل تقوی نده
    د امت د دعوت د مشهورو، منل شویو داعیانو تالیفات ډیر اړین دی ځکه تاسی مدرسه د دعوت په نامه مستقل مضمون نلری ، ښه به دا وی چي له نورو د ملت او اُمت په سطح کمک وغواړی ځکه ډیر مسایل تاسی ته نوی دی دِ څو کتابونو په ویلو ،سړی ملا کیدی شی خو ښه متخصص ، ښه
    حاکم او ښه خادم د انسانیت جوړیدل عملی تربیت او تجربه غواړی

  4. ياره شيخ صاحب،
    پیشوا همان کس است که مردم را به افعال واعمال خود رهبری می کند نه به اوامر واقوال خود. (سید افغانی )
    رهبر هغه دی چې خلک په خپلو اعمالو او عملونو رهبري کړي، نه د هغه په ​​امر او وینا. (سید افغان)

    خپه کيږو به نه، ته له داسې ځایه راغلی يې او دلته د اسلام او د شريعت د پلي کولو خبره کوې چې همدې مشرف ستاسې مخکېنی امارت دړې وړې کړ او د خپل پلازمينې جومات او مدرسه يې بمبارد کړل، نو دا نخرې به تر کومه کوئ؟

  5. الله مو تباه او برباد کړه ټول افغانان الحمدااله مسلمانان دي او ستاسو نه څو چنده په دین ښه پوهیږي. ستاسو په ټوله ډله کې یو نر او هوښیار نشته چې ددې جاهل او خنزیر امر باالمعروف د مشر په خوله کې خوټې ووهي؟ د اسلام دښمنانو ساختګي ملایانو ولې په لوی لاس خلک د اسلام د مقدس دین نه متنفر کوئ، ولې فتوا او فقې ته په قران ترجیح ورکوئ. اوس تاسو ووایاست چې قران او حدیث نه افغانان منکر دي که تاسو چې دواړه ښځو ته د تعلیم اجازه ورکوي او تاسو یې نه ورکوئ؟

  6. زما پورته دری څلور تبصری د مزاحمت یا تخریب په نیت نه دی لیکلی بلکه فقط غوښتل می د یو خبیث کس تبصری د تبصرو د کړکۍ څخه محو کړم او بس.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب