په وروستیو کې یو زیات شمېر وطنوالو مخصوصاً ځوانانو د کنړ پر سیند د اوبو د بند د جوړېدو او د دې سیند د برېښنا د لوی تولیدي ظرفیت په برخه کې غوښتنې مطرح کړي او دغه غوښتنې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي. د هېواد په دننه او بهر کې حتی یو زیات شمېر افغانانو په خپلو لیکنو او مرکو کې ژمنه کړې ده، چې د دې پروژې د تمویل په کار کې به برخه واخلي.
د کنړ سیند د افغانستان د لویو سیندونو څخه دی، چه په مسیر کې یې د کابل، د پنجشېر او ځینې لوی او کوچني رودونه چه د مونسوني بارانونو تر اغېز لاندې دي، ورسره یو ځای د پاکستان آندوس (اباسین) سیند سره یو ځای کېږي. د دې سیند د اوبو ظرفیت ۱۵ ملیارده مکعب دی، چه د ۱۲ بندونو د جوړېدو امکانات لري.
افغانان دې بند ته د یوې سترې ملي پروژې په سترګه ګوري او جوړېدل به یې د هېواد په ختیځ کې، چه د افغانستان تر نورو سیمو ډېره پرنفوسه ده، په زرهاو جریبه مځکه خړوبه کړي، په سلهاوو کیلوواټه برېښنا به تولید کړي او د دې سیمې د اوسېدونکو په ژوند او اقتصاد کې به د پام وړ بدلون راولي. د یوې پخوانۍ سروې له مخې یواځې د کنړ د سیند دوه فرعي بندونه د زر کیلوواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
نو که د افغانستان د اوبو زېرمې سم مدیریت شي او د ضایعاتو مخه یې و نیول شي، د هېواد د زراعت او صنعت ټول احتیاج پوره کولی شي. خو د بدمرغه د تېرو پنځوسو کلونو جګړو او بدمرغیو او د یو ملي دولت نشتوالي، نه یواځې په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ مخنیوی وکړ، بلکې د ګاونډيو هېوادونو حرس او بېځایه غوښتنې یې نورې هم زیاتې کړې. نن سبا د افغانستان د اوبو ۷۰ سلنه لا هم په وړیا توګه ګاونډیو هېوادو ته بهېږي.
د افغانستان د اوبو په اړه لومړی قرارداد د اعلیحضرت ظاهر شاه د پاچهۍ په وخت کې د هغه وخت د صدراعظم مرحوم موسی شفیق له خوا د ایران د حکومت سره لاسلیک شو، خو د افغانستان د اوبو د زېرمو هراړخیز مدیریت ته لومړی ځل د شهید داوود خان د واکمنۍ په کلونو کې پاملرنه وشوه او د هېواد د اوبو پنځه حوزې او د سیندونو د هرې حوزې او فرعي رودونو او په اصطلاح آبرېزه ګانو سروېګانې وشوې او د هرې سیندیزې حوزې د اوبو ظرفیت وټاکل شو.
په تېرو څلوېښتو یا پنځوسو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې د اقلیم بدلون، دوامداره وچکالۍ او د نفوسو زیاتېدل نه یواځې هېوادونه د خپلو اوبو د زېرمو او چارو ښه تنظیم او مدیریت ته متوجه کړل، بلکې ځینو هېوادونو د نورو پر حقوقو او زېرمو سترګې سرې کړې. داسې ښکاري چه افغانستان به هم که د ګاونډیو د دسیسو او لاسوهنو پر وخت مخنیوی و نه کړي، په راتلونکي کې به د لویو جنجالونو سره مخامخ شي.
د اوبو د مدیریت څخه مقصد د اوبو د زېرمو کنټرول او جریان دی، تر څو د انسانانو ژوند او شتمنۍ د خطر سره مخامخ نه شي. د اوبو د ښه مدیریت او د بندونو د جوړېدو له لارې د سېلابونو د راوتلو په وخت کې د لویو تاوانونو مخنیوی کېدای شی. همدا شان د اوبو د ضایعاتو مخنیوی هم کوي، چه د اقلیم د بدلون په پایله که رامنځ ته کېږي.
نن سبا د ټولنې ټول افراد او سازمانونه د اوبو څخه د معقولې استفادې په برخه کې مسوول ګڼل کېږي. دوی د داسې اوبو لګولو سیسټمونو څخه استفاده کوي، چه د اوبو د سپما سره مرسته کوي او د اقلیم د بدلون څخه مقصد هغه لوی بدلون دی چه د آب و هوا په شرایطو کې منځ ته راځي، یعنې د تودوخې درجه د ډېرو اوږدو کلونو دپاره لوړه خېږي یا هوا خپل رطوبت یا لندبل له لاسه ورکوي.
د یو راپور له مخې په وروستیو کلونو کې د اورښتونو د کمېدو له کبله د افغانستان په سیندونو کې د اوبو جریان ۶۲ سلنه کم شوی دی او د هېواد زیات شمېر ولایات د وچکالۍ سره مخامخ دي.
د اقلیم د بدلون او د اوبو د زېرمو د کمېدو په عکس العمل کې پخواني حکومت د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره منځ ته راوړه، تر څو د اوبو د مدیریت د پاره یوه با صلاحیته اداره او آدرس وجود ولري؛ خو د طالبانو په راتګ سره دا اداره د اوبو او برېښنا د وزارت او د مختلفو ادارو تر منځ تقسیم شوه.
په هرحال، د محمد اشرف غني د واکمنۍ په کلونو او وروسته د طالبانو د واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې یو لړ د اوبو او برېښنا بندونه لکه په هرات کې د سلما بند، په نیمروز کې د کمال خان بند، د کابل په شمال کې د شاه و عروس بندونه بهره بردارۍ ته وسپارل شول او اوس مهال پر ځینو نورو لکه په شمال کې د قوش تیپې پر کانال، په فراه کې د بخش آباد پر بند همدا شان د غزني د سردې بند، د هلمند د کجکي بند پر درېیم فاز او شمېر نورو کوچنیو او متوسطو بندونو کار دوام لري او داسې ښکاري چه د هېواد واکمنان د دې طبیعي ملي شتمنۍ د هراړخیز مدیریت ضرورت ته متوجه او ژمن دي.
همدا وجه ده چه افغانستان په تېر یوه کال کې د دوو ګاونډیو هېوادونو یعنې ایران او پاکستان د سخت عکس العمل سره مخامخ شوی دی. ایران او پاکستان دواړو فکر وکړ، چه افغانستان یو مشروع حکومت چه خلکو او نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی وي نه لري او وبه شي کولای د تهدید او تخویف کولو له لارې خپل هدف ته ورسېږي.
طالب چارواکو د ایران سره د هلمند د موافقې پر اساس دغه هېواد ته اطمینان ورکړ، چه ایران ته د حق آبې ورکولو ته ژمن دی، خو سږ کال د وچکالۍ له کبله د هلمند اوبه ډېرې کمې شوې دي. اما د ایران حکومتي چارواکو تر تهدید آمېزو خبرو او ګواښونو وروسته د اوبو د موافقې د متن او د نړیوال ډیپلوماتیک تعامل بر خلاف غوښتنه وکړه چه د افغاني لوري د ادعا د ثبوت دپاره خپل یو هیئت افغانستان ته ولېږي او هیئت د ارزګان ولایت په دهراوود کې په خپلو سترګو ولیدل، چه د هلمند د اوبو سطح حقیقتاً ډېره کښته شوې وه.
دوهم د شرمه ډک عکس العمل د پاکستان له لوري و. د یو راپور له مخې د پاکستان د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی، چه که د طالبانو حکومت په افغانستان کې په یواړخیزه توګه د کنړ پر سیند د بند د جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د دښمنۍ په مانا وبولي.
د معلوماتو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په وروستیو کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی دی، چه د کنړ پر سیند د بند جوړول به د دوو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغېز ولري؛ خو طالبانو دې خبرو ته په عکس العمل کې ټینګار کړی دی، چه د کنړ سیند اوبه د افغانستان خپلې اوبه دي او پر دې سیند د بند جوړول یوه بشپړه کورنۍ مسئله ده.
هر حال د کنړ پر سیند د بند جوړول د هر وطنپال افغان د زړه له کومې هیله ده، چه باید د یوې ملي پروژې په سترګه ورته وکتل شي او پرته له ځنډه باید عملي شي. په دې کار کې هر ډول تامل او بېغوري د افغانستان د ملي حیثیت او ملي ګټو په زیان دی.
طالب چارواکو ته په کار ده د کنړ سیند د جوړېدو دپاره یو شفاف میکانیزم منځ ته راوړي، تر څو هېوادوال په ډاډه زړه خپلې مالي مرستې د دې ملی پروژې د تمویل د پاره ولېږي.
ښاغلی هاشم مهمند صیب سلامونه، مننه ښه غوره او د وطن د پرمختیا لیکنه مو کړیده.
فکر کووم چه (د یوې پخوانۍ سروې له مخې یواځې د کنړ سیند د سور طاق بند د زر میګاه واټه څخه تر ۱۸۰۰ میګاه واټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.)،
د نورو ورونو د معلوماتو لپاره زر کیلوواټه بریښنا یا برق مساوی دی د یو میګاه واټ بریښنا سره.
د پنجابیانو زما د بریښنا او اوبو سره څه کار. انشآالله دا ټول د پرمختیا کارونه او پلانونه به بشپړ شی.
والسلام
کونړ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې د ستراتیژیکي موقعیت له امله یو له ډيرو مهمو ولایتونو نه شمېرل کيږي چې د ۵۰۰۰۰۰ په شاوخوا کې وګړي په کې ژوند کوي، څه د پاسه ۴۵۰۰ کیلو متر مربع مساحت لري، دغه ولایت د افغانستان په ختیځ کې پروت دی ، چې شمال ته یې نورستان، سهیل ته یې ننګرهار، لویدیز ته یې د لغمان ولایت موقعیت لري. په ختیز لور کې یې ۱۷۵ کیلومتره ګډه پوله، له خیبر پښتونخوا سره تشکیلوی.
د نړۍ په تاریخ کې هغه سیمې د ولسونو او ځواکونو د پوره پاملرنې وړ ګرځیدلی دي چې د نورو سیمو په پرتله د هغوي جغرافیوی، اقتصادي، فرهنګي او سوق الجیشي موقیعیت د یو شمېر لوړو مشخصاتو لرونکي وي. په داسې سیمو کې زموږ په تاریخي هیواد کې هم ولسونه ځاي پر ځای شوي کلاګاني، کلي، ښارونه یې اباد کړي، تجارتي، مذهبي علمي او کلتوري مرکزونه یې رامینځته کړي او مدنیتونه یې ایجاد کړي دي.
د کونړ ولایت هم د تاریخ په اوږدو کې د همداسې لوړو مشخصاتو لرونکې سیمه ده چې په خاص ډول د کنړ سرشاره سیند او د راز راز ځنګلونو موجودیت د دغه ولایت اهمیت خورا ډېر کړی او تل یې زموږ د حریص ګاونډي پاکستان د پاملرنې وړ ګرځولی دي.
تیرو ۵ لسیزو جګړو دغه ولایت هم د هیواد د نورو مهمو سیمو شانته خورا زیانمن کړ، دغو ناخوالو اوجګړو پاکستان ته خورا ښه فرصت په لاسه ورکړ چې هم د کونړ د سیند له اوبو او همدا ډول د دغې سېمې له ځنګلونو نه په پراخه پیمانه غیر قانوني استفاده وکړي.
تیرو تپل شوو جګړو د کونړ د سیمې خلکو ته دا فرصت په لاس ورنه کړ چې د وخت دولتونه وهڅوي تر څو د کونړ پر سیند د بندونو د جوړولو هلې ځلې وکړي او نه داسې یو ځواکمن دولت رامنځ ته شو او نه هم شته دولتونو ته داسی موقع په لاس ورغله چې حتی پر دغه سیند د بند د جوړولو سوچ هم وکړي.
دا یو څرګند حقیقت دی، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې د خپل د جوړیدو را وروسته په ټولو امکاناتو او حریصانه پالیسیو هلې ځلې کړی تر څو زموږ په هیواد کې د یو ځواکمن او با ثباته دولت د جوړیدو مخه ونیسي.
افغان ولس باید په دې پوه شې چې د پاکستان د دغو ظالمانه او دښمنانه سیاستونو اصلي لاملونه، د یو شمېر نورو مسایلو تر څنګ خورا مهم یې د دیورن کړغیړنه کرښه، د کنړ د سیند اقتصادي اهمیت، او د افغانانو تاریخي دوستي له هندوستان سره د یادولو وړ ده.
د طالبانو د حاکمیت په راتلو سره پاکستاني جرنیلانو داسې سوچ کاوه چې ، دغه نظام چې نه د نړۍ هیوادونو په رسمیت وپیژنده او نه یې، د افغان ولس نه قانوني مشروعیت تر لاسه کړ او همدا ډول له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.نو دوي به حتمأ د پاکستان غوښتنو ته مثبت ځواب ورکوي. خو ولیدل شول چې، طالب چارواکو په ډېرو لږو امکاناتو سترې ساختماني او بنیادي پروژي په کار پیل کړې، د قوشتیپې کانال، د مهمو لارو ساختمان، او د هیواد د یو شمېر کانونو د استخراج قراردادونو د اوبو د مهارولو پالیسیو ، ایران، تاجکستان، اوزبکستان او په خاص ډول پاکستان له سخت تشویش سره مخامخ کړل.
زما په اند چې تر ټولو زیات به پاکستان په پټه او ښکاره له طالب چاروکو نه د دغو پروژو د نه عملي کولو غوښتنه کړي وي، مګر کله چې یې غوښتنو ته د رد ځواب ورکړ شوي، بیا یې نو، پر طالب حکومت د فشار او ظالمانه تهدیدونو نه کار واخیست.
د افغان تجارانو پر مخ د تورخم لار تړل چې د تازه میوو او سبزیجاتو له امله په میلیونونه افغاني افغان سوداګرو ته زیان واوښت په دې ترتیب یې غوښتل د ملی سوداګرو او طالب چارواکو تر منځ واټن رامنځ ته کړي.
پنځه لسیزی پاکستان تیروریستی، بیلا بیلی ډلی په خپل هیواد کې، روزلې، وسلې یې ورکولي او د ورانکاری، افغان وژنو او هیواد ورانولو له پاره یې زموږ هیواد ته رالیږلې، چې په دې رابطه یې د افغان دولتونو وار وار غوښتنو او شکایتونو ته هیڅ پاملرنه نه کوله، مګر اوس چې د دوي خپله روزل شوو پاکستاني طالبانو له دوی سره ستونزه لري، له طالبانو غواړي چې دوي ته یې وسپاری، حال دا چې طالبانو وار وار ویلی، چې د افغانستان نه هیڅ کوم بل هیواد ته خطر نه پیښیږي.
وروستی غیر اسلامي غیر انساني عمل د ژمي په دې ساړه موسم کې د افغان مهاجرینو په جبر او وحشت ویستل دي، چې دغه غیر عادلانه عمل د بشر د حقوقو او نړیوالو کنوانسینونو خلاف عمل دی، چې په دې توګه دوي غواړي پر طالبانو اقتصادي فشار ورزیات کړي تر څو د انشکافي پروژو د عملي کولو مخه ونیسي
وروڼو السلام علیکم . وطندار صاحب وایی د چایی زما د بریښنا او اوبو سره څه کاری دی.
وروره دا د افغانستان ټوله لانجه په همدی اوبو روانه ده. ایران کرزی او اسمیعل خان ته کروړونه پیسی تورو خلطو کی ورکولی د دی لپاره چی په سیندونو بندونه جوړ نکړی، بلکه برق له ایران وارد شی. ناکامورا د اوبو د بند دجوړلو له امله ووژل شو. دا لاسوهنه له اویایمو شمسی کلونو( نویمو عیسوی کلونو ) راشروع شوه چی کله د اوبو په هکله د دوبلن نړیوال کنفرانس دایر او اوبه د اقتصادی مادی په توګه وپیژندل شوی، دا لاسوهنه آن پوهننتونو او درسی کتابو ته راورسیده. دکرنی پوهنځی کی له شپیتمو کلو مخکی د ځنګلونو او طبیعی منابعو دیپارتمنت و، مهمه موضوع یی ځنګلونه وو، خو شپیتمه لسییزه کی د طبیعی منابعو مضمون نصاب کی شامل شو چی موضوعات یی زمکه، ځنګل، اوبه، وحشی ژوی، معدن اوڅړخای و. دلومړی ځل لپاره د طبیعی منابعو داقتصاددمضمون لپاره درسی کتاب د ننګرهار پوهنتون د کرنی پوهنځی کی په ۱۳۸۲کی ولیکل شو، وروسته بیا په ۱۱۳۹۷کال کی اقتصاد منابع طبیعی کتاب فضل صاحب کابل پوهنتون کی تالیف کړ. په ننګرهار پوهنتون کی یو دنیمروز اصلی اوسیدونکی د غ. ن، سیدی بلوچ په نوم ددی مضمون د تالیف او خپریدو مخه ونیوه، خو د لوړو زده کړوا وزارت نوموړی کتاب نشر کړ، خو ننګرهار پوهننتون یی له تسلیمدهی انکار وکړ، وزارت ( دوزارت د مطبعی آمر ارواښاد عبداللطیف) په رسمی خکم سره کتاب ددی پوهنتون کتابتون ته را واستاو. بیا متذکره غ. ن.ب. ننګرهار کرنی پوهنځی کی دا مضمون له درسی نصاب وایسته، یووخت هرات پوهنتون کی مو د کرنی د پوهنخیو نصاب کی ګډون وکړ هغوی چی ننګرهار نصاب وغوښت دا مضمون پکی نه و، د دی پوهنتون شپږ دوری محصلان په ناقص نصاب فارغ شوی و، هرات پوهنتون غوښتل موضوع وزارت ته ووایی خو د ټولو پوهنتونو استادانو د غ.ن.ب. د بی عزتی د مخنیوی لپاره خبره غلی پریښوده بالاخره د ننګرهار پوهنتون په جبری ډول او د نورو پوهنتتونو په زور دا مضون بیرته ومانه ، خو دلیل یی دا و ویل یی چی دی مضمون کی د اوبو دمدیریت او د اوبو د اهمیت او سیندونو په اړه معلومات دی. نو دا وخت ښکاره شوه چی دی موضوع ته څومره پوخ او ژورکار شوی وو او څومره پټو لاسو په مهارت سره کسان روزلی و او آن پوهننتون ته یی ننه ایستلی وو.
ښکلی قلم لرئ ګران مهمند صاحب کاش خبرې مې درسره کولای
سلامونه
)و جعلنا من المآء کل شی ءِِ حي( الآیه
اوبه د ژوند ماده ده.پوهان وايي چې راتلونکې پیړۍ به نړیوال جنګونه د اوبو په سر وي؛ هسې خو مونږ پخپلو کلیوکښې لا وار دمخه په اوبهخور او بالا آاو او پایان آو د بزګرانو شخړې لیدلې او اوریدلې دي.
اوس خبره د کونړ د سیند ده ؛ د لیکوال او مبصرینو وروڼو په تایید، خصوصن د استاد وحید صاحب اساسي مشکل ته پام اړونه، چې پوکسټین،فارسیستان او حتی ازبکوستان سترګې نه غړېږي! چې افغانستان د خپلو خدای ورکړو نعماتو د خپلو خلګو په ګټه کار واخلي.ط ط ته لازمه ده چې لکه پوفکي جرنیل او ګکړ ته ې خوله سموونکي ځوابونه ورکړل ، دا ګوډاګي اچکزایی مچک زی ته هم خاورې په خوله ومښي!!
د وچکالۍ یو علت فکر کوم د پوکسټین په چاغي-بلوڅخوا کې اټیمیک او ډروڼ ډهماکې وي !!!چې بین الملل ې باید تاوان ورکړي!!….
ښاغلی وحید صیب ستاسی د ژوری معلوماتی تبصری څخه ډیره مننه کووم.
انشآالله ستاسی پورتنی تشویشونه به ټول حل شی. د هلمند د سیند اوبه نن سبا د هیواد څخه د باندی نه وځي، د سلما بند جوړ شوی دی. او د افغانانو تر ټولو غټه ملی پروژه چه د مرحوم محمد داود خان، بیا د غنی خان او اوس د امارت تر ټولو غټه پروژه یا د قوشتیپی کانال چه ۳۰ دیرش لکه جریبه ځمکه خړوبوی، د ۲۸۵ کیلو متره، اوږدوالی او ۱۵۲ میتره عرض، ۹ میتره ژوروالی لری، د کیندنی کار شروع او دلمړی برخی یا ۱۰۸ کیلو متره کانال د بشپړیدو کار عملا ختم شویدی. چه په دغه کانال سره تاجکستان، اربکستان، ترکمنستان، ایران او حتی پنجابیستان ډیری چغی او ناری سوری وکړی خو افغانانو ورته کوم اهمیت ورنکړو، تر ټولو بده دا چه ځینو خرڅ شوو افغانانو هم د دغه کانال ممانعت کاوه.
دا چه افغانانو د دغو پنځو هیوادونو پروا ونه ساتله نو اوس پنجابیستان څوک دی چه د کنړ سیند د بریښنا د بند او اوبو چاری بندوی.
بیا هم وایم چه د پنجاب او ایرانی اخندانو زما د ګران هیواد افغانستان د اوبو سره څه کار. خپله خاوره خپل اختیار.
د ایران څخه چه حامد کرزی کومی پیسي یا ایرو اخستی نه ډالر او نه تمان شاید کرزی یی یو وخت افغانانو ته ځواب ووایی. چه ایران دغه ایرو د کومه کول او د څه په خاطر یی درکول.
اخرنی خبره د پنجشیر سیند اوبه به هم وګوری چه یو څه وخت وروسته د کابل د اوسیدونکو لپاره د کابل په ځمکه وبهیږی او د خلکو د استفادی وړ وګرځی.
والسلام