سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهبدخشان کې د واورو له امله د لارو تړل کېدل

بدخشان کې د واورو له امله د لارو تړل کېدل

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د بدخشان د شغنان او درواز ولسوالیو تر منځ لاره د سختو واورو له امله تړل شوې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې یاده شوې لاره له پرون راهیسې تړل شوې او دوی یې د بېرته پرانیستلو په هڅو بوخت دي.

تر اوسه په دغه سیمه کې د واورو له امله د ځاني او مالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان پر یو شمېر نورو سیمو هم له څو ورځو راهیسې واورې او بارانونه ورېدلي/ وریږي، چې خلک ورته خوشاله دي.

افغانستان له تېرو څو کلونو راهیسې سختې وچکالۍ ځپلی او سږ کال خو دا ستونزه نور هم زیاته شوې او په یوه لوی ناورین بدل شوی.

افغان کروندګر د ورښتونو زیاتیدو ته خوښ دي او هیله لري، چې د حاصلاتو د زیاتیدو سبب به یې شي.

شنونکي هم د وچکالۍ کمیدل د روان بشري او اقتصادي ناورین د کمیدو لپاره اغېزناک ګڼي، خو بېوزله کورنۍ بیا د یخنۍ د شدت له امله له ګنو ستونزو شکایت لری او له واکمن رژیم او شتمنو د دوی د لاسنیوي غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب