Homeخبرونهد سیګار خبرداری؛ افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې ممکن کمې شي

د سیګار خبرداری؛ افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې ممکن کمې شي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې سیګار خبرداری ورکړی چې افغانستان سره نړیوالې بشري مرستې ممکن کمې شي.

دغې ادارې ویلي، چې د دې مرستو د کمېدو لپاره ګڼ دلایل شته چې یو له هغو له دې مرستو د طالبانو د رژیم برخمنیدل، یا ورته ګټه رسیدل دي.

دا ادعا، د طالبانو ویاندویانو او چارواکو په پرله پسې ډول رد کړې او ویلي، چې بشري مرستې د ملګرو ملتونو د اړوندو موسسو له لوري مصرفیږي او دوی پکې کوم نقش نه لري.

له دې سره، د ملګرو ملتونو اړوندې بېلابېلې ادارې وخت پر وخت په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا زیاتیدو خبر ورکوي او ټینګار کوي چې دا مرستې باید زیاتې شي.

د سیګار راپور کې د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، تېرو څه باندې دوو کلونو کې افغانستان ته یوازې ۲.۹ میلیارد ډالره نغدې مرستې استول شوي چې له ډلې یې ۲.۶ میلیارد ډالره د ملګروملتونو سازمان اړوند مرسته رسوونکو بنسټونو ته ورکړل شوي او مصرف شوي دي.

د طالبانو رژیم د سیګار وروستي راپور او په ځانګړي ډول دې ټکي ته یې غبرګون نه دی ښودلی، چې ګواکې طالبانو ته د دوی تر واک لاندې افغانستان بانک کې په افغانیو د ډالري بشري مرستو له بدلیدو ګټه رسیږي.

د اقتصاد وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند عبدالرحمان حبیب بیا وایي، که ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان اقتصادي لومړیتوبونو پر بنسټ، پر هغو پروګرامونو کار وکړي چې د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شي، تمرکز وکړي، په تدریجي توګه به د افغانانو اقتصادي وضعیت ښه‌والي کې مرسته وکړي.

د طالبانو یو شمېر چارواکو هم مخکې تر دې ویلي، چې ملګري ملتونه دې د بشري مرستو په مصرف کې دوی سره مشوره وکړي او د افغانستان د اړتیاوو له مخې دې دا مرستې ولګوي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د ارقامو له مخې، تر نیمایي زیات افغانان( شاوخوا ۲۹) میلیونه یې بشري مرستو ته اړتیا لري او د دې مرستو نه رسیدل د خوارځواکۍ ځپلو د شمېر زیاتیدو او نورو ستونزو سبب کیږي.

د طالبانو چارواکي بیا په دې اړه راپورونو ته ضدو نقیض غبرګونونه ښيي.

یو شمېر چارواکي د نړیوالو مرستو پر زیاتوالي ټینګار کوي، خو ځینې نور یې داسې راپورونه د دوی خلاف تبلیغات ګڼي او وایي چې د دوی له واکمنیدو سره د خلکو اقتصاد او وضعیت ښه شوی.

عام افغانان بیا په پرله پسې ډول د اقتصادي او بشري وضعیت د خرابیدو شکایت لري او له هېواده د یو زیات شمېر ځوانانو د وتو هڅې له همدې وضعیت سره تړلي بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...