Homeخبرونهپر افغانستان د جان اڅکزي نور تورونه؛ خرم: اڅکزی د ملا فضل...

پر افغانستان د جان اڅکزي نور تورونه؛ خرم: اڅکزی د ملا فضل الرحمن سکرتر و

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت لپاره د اطلاعاتو موقت وزیر جان محمد اڅکزي یو ځل بیا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د پاکستان لپاره خطر ګڼلی او په دې اړه یې نوي تورونه پورې کړي.

اڅکزي په یوه خبري غونډه کې ویلي: «د پاکستان له خاورې هېڅ یوه ګاونډي هېواد ته ګواښ نشته؛ خو برعکس د بلوچستان امنیتي ځواکونه له افغان خاورې ګواښل شوي او هلته د ځینو ډلو مرکزونه هم دي. پاکستان په ایران کې هم ځينې مرکزونه په نښه کړي او له‌منځه یې وړي، دا خپله د دې ښکارندوي کوي چې د بلوچستان او پاکستان ټیکاو د دوی له پولو ګواښل کېږي.»

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي چې د افغانستان له خاورې هېچا ته خطر نه دی موجود.

بل لور ته: د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس عبدالکریم خرم ویلي چې جان محمد اځکزی د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند د مشر ملا فضل الرحمن سکرتر پاتې شوی.

د هغه په وینا، په ۲۰۱۳ کې چې د دوی د واکمنۍ پر مهال ملا فضل الرحمن افغانستان ته په سفر راغلی و، اڅکزی ورسره ملګری او د هغه د سکرتر په توګه دنده لرله.

د خرم اشاره له دې یادونې، افغانستان ته د ملا فضل الرحمن وروستي سفر ته وه، چې نوموړي یې موخه د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو د ښه کولو هڅه ګڼلې وه.

خرم دا هم ویلي، چې افغانان له فضل الرحمن څخه نفرت لري او هغه د ادعا شوي هدف په ترلاسه کولو نه شي توانېدلی.

د طالبانو چارواکو او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر یې ملا امیرخان متقي چې د فضل الرحمن د سفر اصلي بلونکی او په کابل کې کوربه یادېده، د دغه سفر پایلو ته هیله من و او ملا فضل الرحمن یې د پاکستان مطرح سیاسي او مذهبي شخصیت ګڼلی.

1 COMMENT

  1. دا اڅکزي په اصل کې په خپله د مدرسه بواسیري ترلیب دي. اوس د هیبتې ځناورو په څیر د ډموکراسي تمرین پیل کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...