Homeخبرونهاریانا هوایي شرکت به د خوست او اماراتو تر منځ ژر الوتنې...

اریانا هوایي شرکت به د خوست او اماراتو تر منځ ژر الوتنې پيل کړي

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې ژر به له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته د الوتنو لړۍ پيل شي.

د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي ویلي، دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معیارونو برابر کړي.

د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ، پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د فلای دوبۍ، اېر العربیه، کېش، ماهان او تبان په ګډون ځينو نړۍوالو شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بېرته پېل کړې دي.

یو شمېر خلکو د الوتنو د بیا پيل د لړۍ هرکلی کړی، خو د تکتونو د بیو له لوړوالي یې شکایت هم کړی.

د خوست یوه برخه په متحده عربي اماراتو کې کاروباریان او مساپر دي، چې د الوتنو د پيل خبر خوشاله کړی دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...