تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې جاپان ورسره د افغانستان لپاره ۶،۹ میلیونه امریکایي ډالره مرسته کوي.
د دغه سازمان د اعلامیې له مخې، یاده مرسته به په افغانستان کې د عفوني ناروغیو د مقابلې لپاره ولګول شي.
د دې پروژې د پلي کولو موخه د ساري ناروغیو سره مبارزه او د افغانستان پر خلکو د دغو ناروغیو د اغېزو کمول دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي؛ په افغانستان کې به ۷۶ زره کسان له دې پروژې ګټه واخلي.
جاپان له محدودو هېوادونو څخه دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، د طالب رژیم له نه په رسمیت پېژندلو سره- سره د افغانستان له روغتیايي او تعلیمي برخو سره مرستو ته دوام ورکوي.