چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې...

د ښځینه وو په ګډون د اکمال تخصص لپاره د څه باندې ۶ زرو ډاکټرانو ازموېنه

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ازموېنو ملي ادارې د څه باندې زرو ښځینه ډاکټرانو په ګډون د اکمال تخصص پروګرام لپاره د ازموېنې اخیستو خبر ورکړی.

د دغې ادارې مشر عبدالباقي حقاني ویلي، چې په دې ازموېنه کې ټولټال څه باندې ۶ زره کسانو ګډون کړی.

د عامې روغتیا وزارت د تخصص د اکمال پروګرام رییس حیدر عمر ویلي چې دغو ډاکټرانو د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ۴۶۵ اعلان شویو بنستونو ته د لارموندنې په موخه په دغې ازموینه کې ګډون کړی دی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، ښځینه وو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې امله د طالبانو رژیم توندو نیوکو سره مخ شوی او وخت پر وخت یې د هېواد دننه او بهر افغان ښځینه فعالانو اعتراضونه هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب