خوب یوه عجیبه او کاملاً متفاوته دنیا ده؛ ممکن شیان پکې د انسان حیثیت خپل کړي، یو تن د بل ځای ونیسي، په هوا شې، هیلو ته ورسېږې یا سخت درد ووینې، هر څۀ بدل او تصادفي دي.
ځینې ارواپوهان یې مهم او سېمبولیک ګڼي او وایي چې په خوب کې تر ډېره هغه څۀ ووینو چې زموږ لاشعور کې شته او بار، بار ورسره مخ کیږو، خو د لاشعور ورهاخوا د شعور د ساحې شیان هم ورکې راتللی شي، چې ورځنۍ کړنې تکراریږي.
ځینې خوبونه خوندور وي له ویښیدو بعد انسان افسوس کوي چې های کاش چې رښتیا وای، خو کله کله ویښ شوی شکرونه باسي.
په شعور(consciousness) کې هغه څۀ موجود دي چې حافظه ورته هر وخت لاسرسی لري او په اسانۍ یې رایادولی شو؛ تحت شعور(subconsciousnesss) کې موجود شیان هم له لږ فکر وروسته شعور ته راوړلی شو؛ خو په لاشعور(unconsciousness) کې چې څۀ موجود دي،چې د شعور ساحې راوړل یې سخت او ډېر وخت ته اړتیا لري او هر وخت د انسان په کړنو تاثیر کوي، وېره، خوښي،تمایل… چې څۀ ته لرو، ممکن دا هم له لاشعور سره اړیکه ولري.
هغه غرایز ،ارمانونه،غوښتنې… چې موږ یې سرکوبوو یا ورته نۀ شو رسیدلی،په خوبونو کې تکراریږي؛ چون زموږ ذهنونه، غوښتنې او تمایلات فرق کوي، نو ځکه د هر انسان خوبونه له نورو متفاوت دي.
غني خان یو مست،بې پروا او باغي شاعر ؤ، د دې ترڅنګ یو سیاسي شخصیت هم ؤ؛ چې د خپلې سیاسي مبارزې له امله ډېر وخت د زندان په تورو پنجرو کې بند شوی، خپله غوښتنې نۀ سرکوبوي، خو جبر یې نۀ پرېږدي چې خپلو هیلو ته ورسیږي؛ خو دا هیلې ددې مست شاعر په خوبونو کې تکراریږي.
د یو شاعر غوښتنه داده چې له ګلونو ډک باغ کې ماښامی ولري، په میخانه کې د ساقي سرې سترګې ننداره کړي،د خیام غوندې مستي وکړي، خپل مست او لیونی زړۀ د ستار د نغمو په اوریدو خوشاله کړي او د مینې نغمې واوري؛ دا ددۀ په ذهن کې دي او په خوب کې هم تکراریږي:
خوب وینم چې باغ دی د ګلونو او ماښام دی
سرې سترګې ساقي، د ساقي سرو ګوتو کې جام دی
لاس په ستار پروت لیونی مست لکه خیام دی
اړيي پرې نرۍ نرۍ د مینې افسانه
غني د جېلخانې خوب نظم همداسې لیکلی چې لوستونکی یې بلکل خوب ګڼي، دا هر څۀ له خوب پرته بل ځای داسې نۀ شي پېښیدلی او د غني د لویوالي یو دلیل باریکیو ته توجه ده؛ لکه شاعر په خوب لکه د لولکې په سیل وځي، د لیلا له سپینې غاړې راتاویږي، او د مینې ډک سلامونه ورته وایي، ځکه دا د شاعر غوښتنه ده او خوب کې همدا شیان تکراریږي خو واقعي نۀ دي.
خوب وینم چې زۀ لکه لولکه په سېل ووتم
پورته د نرګس نه شوم په خوا د رامبېل ووتم
تاو د سپینې غاړې ،د لیلا د امېل ووتم
پټ مې ورته ووې سلامونه جانانه
تر دې ځایه خبره دا وه چې خوب کې هغه څۀ وینو چې زموږ د ذهن په بېلابېلو برخو (شعور،نیم لاشعور او لاشعور) کې موجود دي؛ خو ځینې کسان همدا خوبونو سېمبولیک ګڼي، هر څۀ چې ویني د یو بل شي په مانا یې اخلي او بیا خوب تعبیروي؛ خو د مانا په مسئله کې بل تمایل دادی چې څۀ وینو د کټ مټ پېښیدو امکان یې دی.
خو زما په نظر د راتلونکي په اړه د فالونو او خوبونو له لارې نۀ شو پوهیدلی او نۀ موږ دا وړتیا لرو چې د راتلونکي په اړه داسې هوایي وړاندوینه وکړو؛ په دې نړۍ کې هر معلول یو علت لري او هر څۀ د علت او معلول پر بنسټ مخکې ځي.
که زۀ سل ځله یو غریب کس شتمن شوی په خوب ووینم، بیا هم تر هغې نۀ شي مالداره کیدلی، چې د غربت د ختمیدو لپاره یې یو علت موجود نۀ وي.
که د لیدلو شیان سېمبولیک تعبیر کوو، نو فقط دومره پوهیدلی شو، چې دا خوب زموږ په ژوند د کومې تېرې شوې پېښې سره تړاو لري؛ خو داسې نۀ شو کولی چې د سمبول له مخې ووایو چې کوم څۀ چې مې ولیدل نو داسې به پېښ شي.
د غني په همدې شعر کې یې موږ ډېر ښۀ وینو، که د یار په زنګون سر ږدي، که د باز غوندې الوځي،که د میخانو چکرې وهي،که د محمود او ایاز ننداره کوي،که دا باغي سړی د منصور غوندې چیغه کوي، که د جیندي په یخه غاړه کیني؛ له پاڅیدو بعد د خوبونو دنیاګۍ ختمیږي او زمانه ژوندی کیږي.
دا ټول لیدلي شیان د شاعر په ذهن کې ؤ، خو له ویښیدو وروسته حقیقت دادی چې مستۍ او خوښۍ نۀ شته؛باید پرېوځي،د تورو پنجرو تر شا خپله جېلخانه تېره کړي.
خوب وینم چې پورته لکه چغه د منصور شومه
یا یو موټی خاوره وم یا لوی دریاب د نور شومه
خو بانګ د سحر وشو زۀ راویښ شوم کر و کور شومه
خوب یوړۀ خوبونه، را ژوندۍ شوه زمانه
وې پرېوځه لیونیه تېروه دا جېلخانه
كه څيړنيزه ليكنه ماخذ ولري نو غوره به وي . يو وړانديز . دپښتونځوا زياتره ليكوال او څيړونكي ماخذ ته اهميت نه وركوي خو په افغانستان كي دپوهنتون او اكاديمي ليكنو دا اصل په دقت مراعات كاوه البته پخوا كلونو كي اوس نه پوهيږم .
ډېره مننه استاد کور ودان!
زموږ د اکثرو لیکنو ستونزه داده چې یوازې په هغه څۀ څیړنې کوو،چې ډېر ماخذونو ورته قطارولی شو.
بل ماخذ هغه مقاله لري چې له کوم اثر اخذ شوی وي،چون دلته له یو شعر خپل تاثر بیان شوی،نو د ماخذ خاص ضرورت نۀ شته.
همدارنګه د ډېرو ماخذونو د څیړنو بله ستونزه داده چې څیړونکی دومره خپلې خبرې نۀ لري،.لکه له نورو اثارو یې چې راوړي وي،دا ستونزه د اکثرو پښتنو څیړونکو په اثارو کې شته؛ د غضنفر استاد،درمل،الفت… ډېرې مقالې ماخذونه نۀ لري.
ددې شعر د ماخذ لیکل ښۀ دي او دا ستونزه منم خو ما شعر د ټکر صیب په غږ واورېد نو ځکه مې په کتاب کې لټولو ته فکر نۀ شو.
بیا هم ډېره مننخ