چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهیوناما ته د مجاهد خبرداری؛ د افغانانو « پر دین او ارزښتونو»...

یوناما ته د مجاهد خبرداری؛ د افغانانو « پر دین او ارزښتونو» نیوکې مه کوئ

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ( یوناما) هغه راپور ته توند غبرګون ښودلی، چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې د دوشنبې په ورځ خپور کړ.

یوناما، په دغه راپور کې د بېلابېلو مواردو له یادولو سره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه.

په دې اړه دلته لوستلی شئ:

یوناما د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه – تاند (taand.net)

د طالبانو ویاندذبیح الله مجاهد وايي چې  د یوناما دغه راپور تر ډېره پر ناسم پوهاوي ولاړ دی.

نوموړی زیاتوي:د ښځو حجاب، له ښځو سره د شرعي محرم اړتیا، د ښځو د کار او تعلیم لپاره شرعي چاپېریال، همدا ډول د محاکمو لخوا په شرعي بڼه د شرعي سزاګانو تطبیق، په ټولنه کې د فکري او عقیدوي انحراف مخنیوی، دا ټول د یوه متعهد اسلامي حکومت شرعي وجیبه او دنده ده.

د هغه په وینا، دا چې یوناما په یادو مواردو نیوکه کوي او یا ښکاره اسلامي احکام د بشرحقوقو خلاف عمل بولي، دا پخپله د یوه ولس باورونو او معتقداتو ته سپکاوی دی.

مجاهد وایي:یوناما ته توصیه کوي چې په ناخبرۍ سره د افغانستان د خلکو په دیني او ارزښتیزو موضوعاتو باندې بې ځایه نیوکی ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې یوناما سره د طالبانو د تقابل موارد زیات شوي او داسې برېښي چې طالب چارواکي نور په افغانستان کې له یوازېنۍ پاتې او تر ټولو فعالې دیپلوماتیکې ادارې سره هم اړیکې ترینګلې کړي.

12 COMMENTS

  1. تاند والو الله تعالی مو تباه کړه چې د لوفرانو دغه کنځاوی او ګستاخیانی نشروۍ. دا داسې معنی لری لکه تاسو چې پخپله د اسلام پیغمبر ته کنځاوې کوۍ. د دغه جنایت لپاره د بیان د ازادۍ پلمه هیڅکله د توجیه وړ نه ده.

    • عبیدالله خانه
      موږ د چا تبصره نه خپروو، تبصرې په اتومات ډول خپریږي، لکه ستاسو دا ښکنځالیک چې خپور شوی دی.
      البته تر څو چې مو وس رسیدلی د لوفر تبصرې مو ډیلیټ کړي دي، بیا به یې هم ډیلیت کوو. که د یهودو، نصاراوو ، هندوانو او بودیستانو عقایدو ته هم څوک سپکاوی وکړي، موږ یې ډیلیټ کوو.

      • محترمو! ما ښکنځل نه دی کړی او نه مې عادت دی بلکه ښیراوې مې کړی( ستاسو د بې ګناهۍ په صورت کې یې درته الله تعالی نه قبلوی) او ستاسو خبره رښتیا ده چې د هیڅ مذهب عقایدو او رهبرانو ته باید ناړه الفاظ و نه کارول شی. زه ستاسو په پاڼه کې د اتومات خپرولو په سیستم خبر نه یم او فکر کوم چې هره لیکنه د پاڼې د مسئولینو له تائید نه وروسته خپریږی. زه د دې پاڼې دایمی لوستونکی یم او وینم چې دغه سړی تل په تاند کې د اسلامی مقدساتو په ضد لیکنې کوی چې دا د تاند حیثیت ته زیان رسوی.

        • مننه
          موږ د لوفر کابو ټولې تبصرې ړنګې کړي، او بیا به هم دا کار کوو. که لوفر غواړي چې تبصره یې پاته شي، د خلکو مقدساتو ته دې سپکاوی نه کوي. .

  2. د دین سپکاوی باید ونشي ځکه اسلام د امن او سوله رحمۍ دین دی او د نر او ښځو دواړو حقوق پکې واضح دي. مشکل په ناپوهه مسلمان کې دی څوک چې دین د یوې الې په توګه د خپلې ګټې لپاره کاروي. لومړی طالب، ملا او دا مجاهد د قران خلاف دین معرفي کوي او د ښځو او حجاب موضوع په حیث د یوې فشار الې استعمالوي. په قران کې حجاب واضح دی خو دوی غواړي ځانونه د قران نه پورته وګڼي مګر په قران پښې ږدي. ددوی دین د پنجاب نه شروع او په پنجابي مدرسه ختم دی.

  3. دا کفار قادیانی غلام چړیان د ستر قادیانی کافر فضول الرحمن په شان د اسلام مبارک دین تخریب کوونکیو له خوا تربیه شوی دی ددی کفارو رفتار عینآ د قاتلو کفارو کمونیستانو په شان دی هغوی د افغان ملت مذهب او کلتور تخریب ته ملا تړلی وه او قادیانی کفارو ته کاملآ څرګنده دی چی افغان ملت قادیانان هم پخوا سنګسارول او هم به اوس دا کار عملی کړی لدی خاطره دی اجنبیو غلامانو خپل قادیاینتوب مخفی ساتلۍ دی او قاتل قادیانی جاهل مجاهد ؟ د میرمنو حقوقو تر پښو لاندی کول پر ځای انتقادونه د ملل متحد له خوا د اسلام دین سپکاوۍ بولی د تاسو کفارو او کمونیستانو کفارو تر مینځ هیڅ توپیر ندی موجود لکه چی کمونیستان کفار موفق نشول همداسی تاسی قادیانی کفار هم نشۍ موق کیدای !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب