پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیوناما د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه

یوناما د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی د ځانګړي استازي دفتر( یوناما) نن د دغه هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور او دغه وضعیت د اندېښنې وړ وګاڼه.

یوناما د راپور په یوه برخه کې لیکلي:د حجاب، محرم، سفر او کار په برخه کې په نجونو او ښځو تحمیل شوي محدودیتونه او بندیزونه د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت او ولایتي ریاستونو له‌خوا عملي او تر څار لاندې نیول شوي دي.

سرچینې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د فعالانو او خبریالانو نیولو ته هم اشاره کړې او ویلي، له اکټوبر تر ډسمبر د بشري حقونو ۴ فعالانې او ۳ خبریالان ونیول شول .

په دغه رابور کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او نیولو د ثبت د دوام خبره هم شوې خو نور جزیات یې نه دي وړاندې شوي.

پر هزاره افغانانو د بریدونو دوام، چې ډېر ځله یې مسوولیت داعش وسله واله ډله پر غاړه اخلي، د دې راپور یوه بله برخه ده.

طالبانو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو معمولاً د دوی د واکمنۍ په اړه ټول داسې راپورونه ردوي او د ټولو افغانانو د حقونو د تامین او بشپړ امنیت ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب