Homeخبرونهد اسلام اباد تعلیمي مرکزونه د بریدونو له وېرې وتړل شول

د اسلام اباد تعلیمي مرکزونه د بریدونو له وېرې وتړل شول

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې نن پوهنتونونه او ښوونځي له دې وېرې تر نامعلومې مودې وتړل شول، چې ښایي وسله وال بریدونه پرې وشي.

د جرمني خبري آژانس ویلي، پر هغو درېیو پوهنتونونو چې د پاکستان پوځ یې اداره کوي د حملو ځانګړی ګواښ شوی دی.

دا پوهنتونونه تر نامعلومې نېټې پورې بند شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د فبرورۍ په اتمه نېټه ټاکنې هم لري.

 د دغو انتخاباتو په درشل کې پر یو شمېر نوماندانو بریدونه هم شوي ، چې هغوی او ځینې پلویان یې وژل شوي.

پاکستاني چارواکو رسماً د تعلیمي مرکزونو د تړلو په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...