پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحقاني: له یوه کال راهیسې تر یو میلیون زیات افغان کډوال هېواد...

حقاني: له یوه کال راهیسې تر یو میلیون زیات افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه)  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ، د اکمالاتو او نړیوال خوندیتوب له مشرې شوکو شیموزاوا سره لیدنه کې ویلي؛ په تېر یوه کال کې له یو میلیون څخه زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي.

هغه ادعا کړې، چې د دوی رژیم دغو کدوالو ته د لازمو اسانتیاوو په برابرولو توانېدلی دی.

حقاني دې لیدنه کې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې او په چارو کې یې پر بشپړې همغږۍ ټینګار کړی.

ورته مهال دې لیدنه کې اغلې شوکو شیموزاوا ویلي، چې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره یې د افغان کډوالو ستونزې شریکې کړې او له دوی څخه یې غوښتي، چې یاد هېواد کې د مېشت افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او د دوی د استوګنې کارتونه بیاځلې نوي کړي.

طالب چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د کوربه هېوادونو له ناوړه چلند څخه شکایت لري او هېواد ته په زوره استول شوي افغانان هم د بې کارۍ او بې سرپناه ګۍ په ګډون له ګڼو ستونزو شکایت لري.

1 COMMENT

  1. دخلیل شمېره یوڅه وایی
    دIOM موسسه بله شمېره وایی
    دپخانی متفکر بله
    دغه تفاوت له من او خروار هم اوړی
    ولس بیا داسلام آباد کډوالی کړکیچ ته حیران دی.
    UNCHR هم خیالی شمېرې لری.
    دچا ومنو.
    خلیل خو تیاره دکارتوسو ګردنۍ غاړه کې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب