جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+میم زور ۔۔ ما، ټول یې زما | کامران اڅکزی

میم زور ۔۔ ما، ټول یې زما | کامران اڅکزی

غوړه مال خبری:-
ګران او محترمه، د قام د سترګو تور او د زړه ټکوره! مبارکی می ومنه چی ګوند ځوان کل ته وار ورکړ چی د ولس استازیتوب وکړی۔

سورسترګۍ بریتور نوماند:-
مننه۔

غوړه مال خبری:-
دا څومره د خوند کار دﺉ چی له یوه کوره شپږ اووه۔۔۔۔۔۔

کویا نوماند:-
موږ هر یو جلا کور لرو، حساب کتاب می جلا دﺉ۔ دا بریتور زیاتره په دوبۍ کښی اوسی۔ زه یو څو ورځی کیږی چی له یورپ څخه راغلٸ یم۔ د اکا زوﺉ چی تر وروڼو ډیر راباندی ګران دﺉ په امریکا کښی تجار دﺉ۔ مطلب هر یو جلا انسان دﺉ جلا یے چاری دی۔ د یوہ کور خبرہ مه کوہ۔

غوړه مال خبری:-
بخښنه غواړم زما مطلب د ستر کور ۔۔۔۔

خمار سترګٸ نوماند:-
ستر کور ۔۔۔ دا ټول وطن دﺉ، موږ د دغه ټولو خلګو یو۔ په دے کښی د یوه کور یا یوه مور پلار خبره نه ځایږی لالیه۔ ووټ زموږ دﺉ۔ د چا احسان نه دﺉ دا زموږ د پلار نیکه ګټه ده۔۔۔

سور سترګٸ بریتور نوماند:-
د لالا مطلب دادﺉ چی موږ په اولس باور لرو چی ووټ به موږ ته راکوی۔ موږ ددے قام د پاره ستړی سوی یو۔ نن لسمه شپه ده چی خپل کور مو په سترګو نه دﺉ لیدلٸ۔ بل څوک دومره زاره ترکی وړی د قام د پاره؟

غوړه مال خبری:-
لس ورځی له کوره لیری؟ دا خو په تاریخ کښی لیکل په کار دی۔ ستاسی قربان سم دومره خواری او تکلیف ولی وړﺉ۔ تاسی د قام ماغزه یاست۔ په کار دﺉ چی آرام وکړﺉ۔ زه ذمه اخلم که مخالفانو ته چپ له خپله کورہ بل څوک ووټ ورکړی۔

کویا نوماند:-
خیر دﺉ دومره خبره هم نه ده بس د تیرو پنځو شپږو کلونو میلمستیاوی، فاتحے او مبارکیانی پاته وے نو بابا او کاکا وٸیل چی خامخا ورسٸ علاقه به هم ووینٸ او دا پور به هم پرے کړﺉ۔ ماته خو یے ولا ډیر خوند راکړ۔ ټوله ورځ په لمر کی، نه وریځ نه باران نه تیاره ځنګلونه۔ دوﺉ ویل چی پخوا باغونه ؤ، ماتی ګوډی پولی، کږے وږے ویالے او بے ترتیبه باغونه ٶ چی سړی له ویری ګام نه سو پکښی اخیستلاﺉ۔ اوس خو شکر صفا میدانونه ؤ، لمر پر روڼو شګو داسی څرکیدﺉ تا چی ویل د زرو ټوټے یے پاشلی دی۔ د آسمان له یوه کونجه تر بله پوری بس لمر لمر او لمر۔۔۔۔۔ ماته خو یے ډیر خوند راکړ چی د یورپ ملګری راولم نو پر دے لمر بہ مٸین سی خو بابا وایی چی دا هیڅ معنا نه لری۔ دلته معنا هغه کس لری چی د ووټ په ورځ ووټ درکړی، کورته روان سی او بیا پنځه کاله تر شا نه ګوری۔

سورسترګٸ بریتور نوماند :-
د ده مطلب دادﺉ چی کاکا وایی چی خلګ دی د ووټ خپل حق زموږ په حق کښی استعمال کړی او بیا دی پنځه کاله کور په آرام کښینی د وطن چاری پرله اړول رااړول زموږ کاردﺉ د اولس نه۔

خمار سترګٸ نوماند:-
اولس به خامخا ووټ راکوی۔ تر ووټ وروسته دوﺉ پوھ سو او د دوﺉ بوده ګان او ګابند۔۔ لالیه۔۔۔ موږ پوھ سو او زموږ ګابند۔

کویا نوماند:-
لالا دا ګابند څه شی دﺉ؟

خمارسترګٸ نوماند:-
د دوﺉ ګابند هغه دﺉ چی دوﺉ خره او غوایه پکښی تړی او زموږ ګابند ۔۔۔۔۔ نواب بګټی به ویل چی دا اسمبلیانی نه دی د خرو او آسانو ګابندان دی۔ د توبے یو سادہ سپپین ږیری چی د لوبو میدان او رقم رقم لوبی او لوبغاړی ولیدل نو یے وویل: ” د سرکار یے کور ودان ښه پراخ ګابند خو یے ورته جوړ کړﺉ دﺉ۔“ ۔

غوړه مال خبری:-
هو ولا۔ پخوا به د کلیو هلکانو په کوڅو کښی لوبی کولے ځکه چی په ټول کلی کښی به چیری لیری د ځمکی یو شاړه ټوټه موندله کیده خو اوس شکر دﺉ د هر کلی شاوخوا په درځنو میدانٸ سته چی ټوله ورځ خلګ او زیاتره ځوانان کرکټ فټ بال او نوری لوبی پکښی کوی۔ میله خو هغه وخت وی چی دبل کلی بوده هلکانو ته په لاس ورسی۔ بیا یے نو په لکۍ پوری ټیم او د مخالف ګوند بیرغ او یا د بل ګوند د مشر عکس وځړوی، لرګی ورته پو کړی ، په دا اوږدو میدانونو کښی یے له یوه سره تر بله شړی او زموږ او ستاسی د ګوند ملی او پر مشرانو ویلی سوی ترانے په ډلٸیځه توګه په لوړ ږغ وایی۔

سورسترګٸ بریتور نوماند:-
نو ولی هغه تیره میاشت خو زموږ د ملګرو د خپل اکا د زامنو سره پر دا جنګ نه ؤ سوﺉ چی د دوﺉ هلکانو د خره پر تندی زموږ بیرغ راځړولٸ ٶ؟

غوړه مال خبری:-
هغه خو د کلی یو نیم لیونی ځوان د ملیشے د خره په یوه غوږ د یوه ګوند او په دا بل غوږ یے د بل ګوند بیرغ راځړولٸ ؤ او په غاړه کښی یے د چمتو پیر د زیارت دسمال ور غوټه کړﺉ ؤ۔ ویل کیږی چی دا ځوان د لیونتوب تر مخ زموږ ټینګ ملګرﺉ ؤ۔ څو واره فوج او پولیسو هم ټکولٸ ؤ اوس بیا دا دﺉ چی ملګرو داسی تک شین اړولٸ دﺉ۔ تر لاسو یے جار سم۔

سور سترګٸ بریتور نوماند:-
ماته چا وویل چی په پلار یے هم په قلعه کښی ملیشے داسی ترانے ویلی دی چی حیوان یے منے که ووایی۔ دﺉ او خر یے پښه په پښه سره تړلی دی۔

غوړه مال خبری:-
هایه تر ترانو پوری رایاد سو هغه بله ورځ پر تاسی شپږو سره زموږ یو سندرغاړی ملګری ډیره خوندوره ترانه ویلے دہ۔ ما واوریدله۔ ډیر خوند یے راکړ، ما ویل ته پر وټس اپ راولیږه خو دده لکه چی هیر سوی دی۔ زما یے کسر په یا دﺉ وایی:
ټول وطن تیاره خو دا یو کور په کی رڼا دﺉ
شپږ یے څراغونه دی سرخیل زما وستا دﺉ
دوﺉ ته باچاهی ده خداﺉ ورکړے له ازله
ټول شهزادګان دی او دا یو پکی باچا دﺉ
ستاسی د ټولو نومونه یے پکی اخیستی دی او دومرہ تعریفونه او کارنامے یے بیان کړی دی چی خلګ ګرسره په خبر نه دی۔ خیر خلګ دی نه وی خبر خو ستاسی ټبر ټول تر دے لا پہ زیات تعریف او شاباشی ارزﺉ

خمارسترګٸ نوماند:-
دا به راولے زہ هم انعام ورکوم او د کاکا سرہ بہ هم عکس واخلی۔
غوړه مال خبری :-
عکس خو به نو اوس له تاسی ځوانانو سره اخلو۔ مشران نو اوس سپین ږیری سو اوس نو پر کور ښه دی۔ اوسنٸ او راروان ستاسی دوران دﺉ۔
سورسترګٸ بریتور :- (خمارسترګی ته)
لالا ده ته څو ورکړم؟
خمارسترګٸ:-
تر تیر وار یو څه ډیری ورکړه هایه اخبار والا خو لکه چی هیڅ نه ورکوی۔
غوړه مال خبری :-
زما پلار دی خداﺉ وبخښی لس کاله مخکی به یے لا خلګو ته ویل چی د خماری سترګو څښتن د ګوند د مشرۍ وړ دﺉ۔ زه بیا وایم ښه سو چی د ګوند کار ستاسی بابا او کاکا پر مخ بیایی او په تاسی ټولو اسمبلۍ ډکه او ښایسته وی۔

سورسترګٸ بریتور نوماند :-
ولی بابا، کاکا او ماماګان می په سینټ او سترو سرکاری کمیټیانو کی خوند نه کوی ؟
غوړه مال خبری چی پیسے جیب ته کړے او زنځیرکه یے پسی ټینګه کړه نو یے وویل:-
نه می غوښتے زہ خو د ګوند پوخ ملګرﺉ یم۔ هری قربانۍ ته چمتو یم۔ ضمیر نه خرڅوم ګنی ماته خلګ ډیری روپٸ راکوی۔

خمارسترګٸ نوماند :-
اوس ورځه۔ بیا چی ژر رانه سے۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب