جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه بدخشان کې د لوېدلې روسۍ الوتکې ۴ سپرلۍ کابل ته ورسول...

په بدخشان کې د لوېدلې روسۍ الوتکې ۴ سپرلۍ کابل ته ورسول شوې

تاند (دوشنبه، د دلوې ۲ مه) د افغانستان په بدخشان ولایت کې د لوېدلې روسي الوتکې څلور ژوندي موندل شوې سپرلۍ کابل ته ولېږدول شوې.

د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکسپاڼه د دې خبرې د تایید ترڅنګ لیکلي چې روغتیايي تیمونو ژغورل شویو کسانو ته لومړني طبي خدمات رسولي دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، الوتکه د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ کې موندل شوې او د هغې پېلوټ له درو تنو نورو سره روغ دی.

د کوف اب ولسوالۍ اوسیدونکو هم رسنیو ته ویلي چې یو بهرنی د پدو کلي ته ځان ورساوه او له خلکو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

مخکې نورو راپورونو تایید کړې وه چې په دې روسۍ الوتکه کې چې له هند څخه راالوتې وه، ۶ تنه سپاره وو چې دوه یې مړه شوي دي.

تراوسه پورې د دې الوتکې د لوېدو کره معلومات نه شته، په پیل کې ویل شوي وو چې د الوتکې تېل خلاص شوي، په بل خبر کې ویل شوي وو چې لومړی یې یو انجن او بیا بل له کاره ولوېده اونسکوره شوه.

د روسیې ریانووستي خبري اژانس نن د خپل هیواد د ملکي هوايي چلن ادارې په قول ویلي چې ممکن تېز باد یا د تېلو خلاصېدا د دې الوتکې د لوېدو سبب شوې وي.

خو د طالبانو حکومت ویلي چې دا الوتکه ممکن د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې وي.

دا الوتکه، چې څلور عمله او دوو سپرلیو پکې سفر کاوه، د هند له ګایا څخه د ازبکستان تاشکند ته روانه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب