دولت وزیري
پاکستان مهم هیواد دی، ځکه چې د مهمو کارونو د تر سره کولو لپاره د انګریزانو لخوا را منځته او بیا وروسته د ښه لوبولو لپاره امریکا ته ور حواله شوی دی. له همدې خاطره دی چې د منځته راتګ له ورځې «۱۹۴۷ م کال» څخه تل د پوځیانو په لاس کې دی او په سیاست کې لومړۍ خبره د پوځیانو له خوا کیږي.
اکثره حکومتونه يې د کودتا له لارې منځته راغلي او یا لمنځه تللي دي. کله چې کوم حکومت د ټاکنو له لارې هم منځ ته راغلی دی، په هغه حکومت کې هم لومړۍ خبره د پوځیانو په خوله وه او تر اوسه دا لړۍ همداسې روانه ده. تل دوه ګوندونه د خلکو ګوند«پیپلز» او مسلم لیک ګوند په واک کې پاته شوي دي. د تحریک انصاف ګوند حکومت هم په هغه برخلیک اخته شو چې نور حکومتونه اخته شوي وو. ځکه پوځیانو تل ژمنه کړې ده چې د دموکراسۍ څخه به ملاتړ کوي، خو همغه اش او همغه کاسه ده.
د پاکستان په لنډ تاریخ کې بله اهمه خبره د هند سره د کشمیر پر سر بدې اړیکې دي. د هند سره د بدو اړیکو په هکله هم لکه د واک په څیر، پوځیانو ته ګوته نیول کیږي. ځکه له دې لارې پوځیان لوړې رتبې اخلي او ډیرې ګټې تر لاسه کوي. دغه موضوع د ګاونډیانو سره پر اړیکو منجمله پر ایران هم ښه اثر نه دی کړی. ځکه کله چې ایران هند ته نیږدې شوې دی بې له ځنډه يې اړیکې د پاکستان سره سړې شوې دي.
بله خبره د پاکستان ډیرې نیږدې اړیکې د انګریزانو او سعودي عربستان سره دي. د دې تر څنګ د امریکایانو ژور نفوذ د پاکستان په اردو کې دي چې د دواړو هيوادونو اړیکې د تاثیر لاندې نیسي او کله نا کله ترینګړي حالت ته رسیږي.
کله چې دواړو هیوادونو « د ایران شاهي دولت او د پاکستان د پوځیانو په واک کی دولت » له یوې امریکايې کټوي څخه ښوروا څکله تر منځ ېې اړیکې ډیرې تودي وي. د ۱۹۶۵ م کال د هند او پاکستان په جګړه کې او د ۱۹۷۱ م کال د پاکستان او بنګدیش په کرکیچ کې ایران له پاکستان سره هر ډول مرسته وکړه. دا په دې مانا و چې د دوی دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیرې دوستانه وي.
پاکستان د ایران د اسلامي دولت په رسمیت پیژندلو برخه کې« ۱۳۵۷ ل کال» دوستانه اقدام وكړ. له بله پلوه پاکستان د ایران او عراق په جګړه کې خپل بې پرېتوب وساته او تر څنګ يې د کراچۍ بندر ایران ته د توکو د واردولو لپاره ازاد پریښود. خشکه پر هغه مهال امریکا هم د عراق سره په ستونزو کې و. د پاکستان او ایران تر منځ اړیکې تر دې کچې تودې وي، چې د امام خمیني د مړیني له امله پاکستان لس ورځې ماتم اعلان او د خپل هیواد بیرغ يې نیم ځوړند و. بر سیره پر دې د دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه کچه د چارواکو تګ او راتګ جریان لرلو.
کله چې په ۱۹۹۲ م کال الجزایر د ایران د ګټو ساتلو له ماموریت څخه لاس واخیست دغه مسؤلیت د دوو کلونو لپاره پاکستان قبول کړ. په ۱۳۶۳ ل کال ایران له سنتو سازمان څخه ووت او پاکستان هم په ۱۳۵۴ ل کال له سنتو څخه وتلی و. همغه و چې ایران، پاکستان او ترکيې یو ګډ اقتصادي پیمان د یکو E.C.O په نامه رامنځ ته کړ.
خو کله چې په افغانستان کې لومړی ځل طالبان واک ته ورسیدل، ایران يی په مخالفت کې ودرید او طالبان يې د پاکستان په لاس جوړ شوی قوت یاد کړ. په ځانګړي توګه کله چې په ۱۳۷۷ ل کال ایراني ۸ تنه دیپلوماتان او یو خبرنګار په مزار شريف کې ووژل شول. ایران يې مسؤلیت پر طالبانو پورې او پاکستان يې هم په لاس لرلو تورن کړ. همغه و چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې ډیرې سړي شوي. د دواړو هیوادونو اړیکې هغه وخت بیرته ښې شوي کله چې جنرال مشرف په ۱۳۷۸ ل کال له ایران څخه لیدنه وکړه.
یو ځل بیا د رئیس ریګي په مشرۍ د جندا د ډلې د فعالیتونو د ملاتړ له امله چې ایران په امریکا او د پاکستان پر استخباراتو پورې تاړه د دواړو هیوادونو اړیکې نیږدې درې کاله سړي وي.
خو د ۱۳۹۱ ل کال وروسته د چارواکو د تګ او راتګ پر اساس اړیکې له سره تودې شوي. خو د پاکستان د کورنیو ستونزو او د غربي او عربي هیوادونو سره له نیږدې اړیکو له کبله ډیر پر مختګ په کې ونه لیدل شو.
په ۱۳۹۳ ل کال ایران ته د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او پاکستان ته د ایران د پارلمان د رئیس داکټر علي لاریجاني د سفرونو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې له سره ښې او د تجارت په برخه کې هم ښه والی راغی. د دوی تر منځ اړیکې تر دې پورې ورغیدي چې پاکستان چمتو شو چې د برښنا سل میلیونه قرض ایران ته ور کړي او ایران له سره پاکستان ته د برښنا لیږد پیل کړي. په ۱۳۹۳ ل کال د زرداري سفر ایران ته هم د اړیکو په رغیدو کې رول ولوباوه.
که وګورو د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو لوړو او ژورو خپل خپل علتونه لري چې په لنده توګه یو څو يې سره شمیرو.
لومړی د پاکستان او د امریکا، انګلیس تر منځ سیاسي، نظامي او اقتصادي نیږدیوالي د ایران سره پر اړیکو منفي تاثير کړی دی.
دویم د افغانستان او طالبانو سره د پاکستان نیږدېوالي هم د دوی تر منځ د اړیکو په خرابۍ کې رول لاره.
درېيم د پاکستان، سعودي عربستان، امارت متحده عربی او قطر نږديوالی چې ایران يې پر خپل زیان ګڼي هم پر اړیکو خپل سوری غوړوي.
څلورم د جیش العدل د ایراني بلوچانو د خپلواکۍ غوښتلو غورځنګ او د ځینو نورو افراطي ډلو څخه د پاکستان ملاتړ هم د اړیکو په سوړوالي کې خپل رول لوبولی دی،
د پاکستان ضد د بلوچانو د خپواکۍ غوښتلو ډلو ته ځای ورکول هم اړیکو ته زیان رسوي.
له بلې خوا د ایران له هسته يې پروګرام څخه د پاکستان د نه ملاتړ له امله هم اړیکې چندان تودې نه وي.
د پاکستان په شیعه ټولنه کې د ایران د شیعه ډلو د نفوذ او تبلیغ له کبله پاکستان له ایران څخه ښه زړه نه لري.
د پاکستان او ایران تر منځ په هوايې او بحري نظامي برخو کې رقابتونو او سیالیو له امله د دوی تر منځ اړیکې تودوالي ته نه دي پريښي.
د چابهار او ګوادر د بندرونو څخه د تجارت لپاره د افغانستان ګټه پورته کولو پر سر رقابت هم د اړیکو تودوالي سړوي.
د پاکستان سره په نظامي برخه کې د غربي هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا مرسته هم اړیکې خرابوي.
کله نا کله دواړه هیوادونه په اړیکو کې لوبه هم روا بولي:
لکه په دې وروستیو ورځو کې ایران د پاکستان په بلوچستان کې پر ایراني ضد بلوچي ډلې جیش العدل راکټي برید تر سره کړ. پاکستان سخت غبرګون وښوده او بیا يې د ایران په بلوچستان او کرمان کې پر پاکستاني ضد بلوچي ډلو راکټي برید وکړ.
په لومړي سر کې فکر کیده چې د دواړو هیوادونو تر منځ به اړیکې ترینګړې او حالت به بد لوري ته لاړ شي. خو وروسته داسې ښکاره شوه چې د دواړو لورو لخوا جوړه شوې لوبه او موخه يې د بېولو بلوچانو تهديدول او وژل وو.
پایله
د دوی تر منځ که هر څه وي خو زموږ د هیواد ګټه په سیمه کې په جګړه کې نه بلکې په سوله کې ده. ځکه افغانستان نیمه پیړۍ جګړې ځپلی دی بیا رغوني ته اړتیا لري او بیا رغونه یواڅې د سولې او ثبات په صورت کې تر سره کیدای شي.
دویمه خبره چې د افغانستان لپاره ډیره د اهمیت وړ ده هغه په پاکستان او ایران کې د ملیونونو کډوالو موجودیت دی. د دوی راتګ افغانستان ته سولې او ثبات ته اړتیا لري. د جګړې په صورت کې او یو دم د دومره شمیر د ګډوالو راستنېدل ډیرې ستونزې زیږوي او حتی انساني فاجعه رامنځ ته کوي.
ښه دا ده چې په سیمه کې سوله وي، جګړه او د بېګناه انسانانو وژل د هیڅ چا په ګټه نه دي.