تاند (شنبه، د جدي ۳۰ مه) راپورونه وایي چې نن د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ پر یو بل ډزې تبادله شوې دي.
د سیمې ځینو اوسیدونکو ویلي چې نښته د ګنجګل په ساحه کې د شنبې د ورځې په سهار هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو په سیمه کې په خپل سر یوه نوې امنیتي پوسته جوړول.
د دغې نښتې د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر اوسه په دې اړه د طالبانو او پاکستاني چارواکو نظر هم نه دی ترلاسه شوی.
د یوه بل خبر له مخې: د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې، د باروتو د چاودنې له امله د یوه کور ۲ غړي وژل شوي او تر ۷ تنو نورو ټپیان دي.
ځینو سرچینو د وژل شویو شمېر ۳ تنه ښودلی.
د وژل شویو کسانو د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.