جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهایران: عادل پنجشېری په تهران کې دی او د نیولو په هڅه...

ایران: عادل پنجشېری په تهران کې دی او د نیولو په هڅه کې یې یوو

تاند (شنبه، د جدي ۳۰ مه)د ایران د استخباراتو وزارت له ایرانیانو غوښتي چې د داعش وسله والې ډلې د خراسان څانګې د یو غړي محمد عادل چې د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د تهران په لویدیځ کې لیدل شوی په نیولو کې مرسته وکړي.

عادل پنجشېری د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان ملي امنیت په کابل پوهنتون د برید په تور ونیوه او د افغانستان سترې محکمې د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کې په اشد مجازاتو یانې اعدام محکوم کړ.

ایراني چارواکو ویلي، چې هغه د کرمان د وروستیو خونړیو چاودنو اصلي عامل هم دی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویل شوي، چې پنجشېری د جمهوري نظام پر مهال په بګرام زندان کې بندي و، خو د جمهوریت له پرځېدو سره له دغه زندانه تښتېدلی او اوس یې په ایران کې د یادو بریدونو تنظیمات کړي.

ایران مخکې یو تاجسکتانی وګړی هم د کرمان د چاودنو له عاملانو ګڼلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...