پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا پخوانی سفیر د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی...

د امریکا پخوانی سفیر د ښځو د کار او زده کړو مخنیوی د طالبانو د نه رسمیت پېژندلو سبب بولي

تاند (شنبه، د جدې ۳۰ مه) په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي، د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو د زده کړو او کار مخنیوی سبب شوی چې نړیواله ټولنه د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

ښاغلي نیومن په یوه مرکه کې وویل، د ښځو پر کار او تعلیم بندیز، چې د طالبانو د مشر لپاره ایډیالوژیک دریځ ګڼل کېږي، د دې سبب شوی چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي.

ده زیاته کړه، تمه نه شته چې په نژدې راتلونکې کې واشنګټن د طالبانو په اړه په خپل دریځ کې بدلون راوړي او نور هیوادونه هم د طالبانو د حکومت د نه رسمیت پېژندلو په اړه پر خپلو دریځونو ټینګار کوي.

نیومن دا هم وویل:«فکر نه کوم چې د طالبانو حکومت دې په لنډه راتلونکې کې په رسمیت وپېژندل شي. د سیمې او ګاونډیو هیوادونو دریځ هم دا دی چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.»

ده د طالبانو پر حکومت د نړیوالې ټولنې د فشار د اغېز په اړه وویل، څرګنده نه ده چې دا کار به نتیجه ورکړي او که نه.

ده ټینګار وکړ، که د طالبانو حکومت د ښځو په برخه کې خپلې پالیسۍ بدلې کړي، د نړیوالې ټولنې له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب