سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهاوچا وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستې کمې شوي

اوچا وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستې کمې شوي

تاند (شنبه، د جدې ۳۰ مه) د ملګروملتو د بشري مرستو د تنظیم اداره، اوچا وايي، افغانستان ته د نړیوالو مرستې کمې شوې دي.

اوچا په یوه تازه راپور کې ویلي، د دې لپاره چې نړیوالو شریکانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، دې هیواد ته بشري مرستې کمې شوي دي.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه او ۳۰۰ زره تنه بشري مرستو ته سخته اړتیا لري، نړیوالو مرستندویو هیوادونو د مرستو په اړه خپلې ژمنې هیرې کړي دي.

اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د کابل په شمول د افغانستان په مرکزي سیمو کې تر ۵ میلیونه ډېر کسان بشري مرستو ته اړ دي، په جنوب کې ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره، په لوېدیځ کې ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره مرستو ته محتاج دي.

د اوچا پر اساس، د افغانستان په شمال کې ۳ میلیونه او ۳۰۰ زره او په جنوب ختیځ کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره او ختیځ کې یو میلیون او ۶۰۰ زره تنه مرستو ته اړتیا لري.

اوچا وايي چې په مجموع کې تر ۲۴ میلیونه ډېر افغانان مرستو ته اړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب