شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالب ویاند روسیې ته؛ په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

طالب ویاند روسیې ته؛ په کورنیو چارو کې مو لاسوهنه مه کوئ

تاند (شنبه، د جدي ۳۰ مه) په افغانستان کې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح‌الله مجاهد د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې له نوموړي غوښتي چې د ده په وینا، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

مجاهد دا هم ویلي چې افغانستان ټول‌ګټونه او ځواب ویونکی حکومت لري.

دمجاهد په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون له خوا خپور شوی، زیاته شوې چې نور هېوادونه باید له افغانستان سره همکار وي او د هغه په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوړمه ورځ په یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې یوځل بیا د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

هغه په مشخص ډول د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د احمد مسعود  په مشرۍ د طالبانو د یوې وسله والې مخالفې ډلې( ملي مقاومت جبهې) یادونه وکړه چې په وینا یې طالبان باید په حکومت کې ونډه ورکړي.

ورته غوښتنې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو هم له طالب چارواکو کړي، خو دوی دا غوښتنې رد کړي او ویلي، چې د دوی حکومت ټول ګډونه دی.

یو شمېر طالب چارواکو بیا ویلي، چې ګاونډي او نور هېوادونه د ټول ګډونه حکومت په نوم پر دوی خپلې نفوذي څېرې تپل غواړي.

2 COMMENTS

  1. خدای مې دې غاړې نه بندوي له دغو درې واړو : کرزي ، ډبل اودلا او د ملي خائیین له زوی مسود نه د ټول ملت کرکه راځي . که په دوی ټول ګډونه جوړیږي ، له هغو نه تېر یو . آزموده را آزمودن خطاست .
    کوم بل ټول ګډونه څوک به نه وي ؟

  2. دغه درۍ سره کونیان باید طالبان وغیی.طالبان باید د خرزي او د عبدالله چاره سره له غولبویدینه وکړي.دغه ټول د لستوڼي ماران دي. خبر نه یم څنګه طالبان د خرزي خوله نه وربندوي ؟😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب