شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچینايي پانګوال په افغانستان کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونه کوي

چینايي پانګوال په افغانستان کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونه کوي

تاند (شنبه، د جدې ۳۰ مه) د چینايي پانګوالو یوه ډله غواړي چې په افغانستان کې په لمریزه انرژۍ ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د دغه چینايي پانګوونکي ګروپ غړیو پرون (جمعه) په اسلام اباد کې د افغانستان د طالبانو د حکومت له شارژدافېر سره ولیدل.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د چینايي پانګوونکو ډلې د افغانستان د اقتصاد اوسني لرلید ته خوشبیني وښوده.

د افغانستان د سفارت شارژدافېر چینايي پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د دوی اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسۍ ته ژمن دی او پانګوالو ته د داسې چاپېریال د برابرولو ډاډ ورکوي چې شفاف وي او د دواړو خواوو ګټه پکې خوندي وي.

د سفارت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې چینايي پانګوالو په کومه برخه کې د پانګونې ژمنه کړې او دا یادونه یې هم نه ده کړې چې هغوی به کله په افغانستان کې په پانګونې پیل وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب