یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+راځئ چې ټول تر واحد چتر لاندې راټول شو

راځئ چې ټول تر واحد چتر لاندې راټول شو

نورمحمد غفوری

دا ډیره موده کیږي چې وطنپال افغانان په انټرنیټي ګروپونو کې سره راټولیږی او غواړي چې له کړکیچن حالت څخه د د ګران هیواد په خلاصون او د ولس د ژوند په سمون کې برخه واخلي، خو په تأسف سره چې ډیر لا په دې چاره کې بریالی نه دي. د مختلفو ګروپونو جوړول افغانان تر واحد چتر لاندې راوړو پر ځای په وړو وړو ګروپونو ویشي. ددې اړتیا ده چې عملاً د سراسری واحد آدرس او د هیواد په کچه د ملی سترې اجماع د جوړولو کار له یوه ځایه پیل شي.   

زموږ جنګ ځپلی او وروسته ساتل شوی هېواد ګران افغانستان، د تاریخ په اوږدو او په تیره بیا په وروستیو پنځوسو کلونو کې د نړۍ د زبرځواکونو د سیالیو او نیابتي جګړو قرباني شوی چې افغانان د خپل هیواد او ملت د برخلیک له ټاکلو، د بشر د اساسي حقوقو د تأمین او د خلکو د ژوندانه د شرایطو د ښېګڼې له پاره د آزاد تصمیم له نیولو څخه محروم دي.

په دې سختو او نه زغمیدونکو شرايطو کې د هر افغان او د هرې افغاني ټولنې، سياسي او فرهنګي ډلې اخلاقي ملي، ديني او بشري حق او دنده ده چې د ګران افغانستان د خلکو خدمت او د وطن د آبادۍ له پاره کار وکړي. په ټولو افغانانو دا فرض ده چې له تاريخي ننګونو څخه د خپل هېواد د خلاصون لاره ومومي او د حالاتو د ښه والي، د ملت د ژغورلو او وطن د آبادۍ لپاره چټک عملي ګامونه واخلي.

 موږ ټول پوهیږو چې په اوسني وضعیت کې د هېواد په عملي سیاسي صحنه کې داسې قوي سازمان او جوړښت نشته چې په یوازې سر د وطن سترې او تاریخي ستونزې هوارې کړای شي. د دې حقیقت په درک کولو سره ډیر سیاسي، ټولنیز او کلتوري بنسټونه او د مستقبل غمخواره قومي شوراګانې د ځواکمن اتحاد او ایتلاف او یا د ټول شموله ملي خوځښت او سراسري جنبش د جوړولو لپاره کار کويله نېکه مرغه د دوی د فعالیت په پایله کې یو شمیر اغیزمن ائتلافونه هم رامنځته شوي دي. اوس ددې ضرورت دی چې د سترو ملی ستونځو د حل له پاره ستره ملی اجماع جوړه شي. داسې ملی اجماع چې په هغو کې هر وطنپال اجتماعي- سیاسي جوړښت او اغیزمن ملی شخصیتونو ځپل ځانونه او ارمانونه ووینی. ټول د خپل استقلالیت له ساتلو سره سره یو له بله د متساوی الحقوقه غړو په څیر کار وکړي.

 زموږ د ملت په وړاندې داسې لویې ستونځې شته چې حل یې د ټولو وطنوالو په ګډون ملی مبارزې ته اړتیا لري. د مثال په توګه هغه بنسټیز اهداف چې زموږ د ټول ملت تر مخ پراته او په وړاندې یې د ټولو افغانانو ملي مبارزې ته ضرورت دی- د سیاسي خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتل او د ولس په اراده د باثباته اسلامي ملي دولت جوړول دی. په هېواد کې د پایداره سیاسي جوړښت له پاره د مدون اساسي قانون شتون ضرور دی چې په سیوري کې یې د حکومت بهرنۍ تګلاره معلومه او ولس ته په اقتصادی فعالیتونو کې آزادي ورکړي.

د داسې لوی غورځنګ او د سترې ملي اجماع د جوړولو له پاره باید له یوه ځایه په عملی کار لاس پورې شي. د نظرونو د وړاندې کولو او په ګروپونو کې د مقالو د لیکلو تر څنګ باید د سترې ملی اجماع د جوړولو له پاره عملی اقدام ته لاس واچول شي. د همدې هدف د تر سره کولوپه خاطر د یو شمیر ټولنیزو- سیاسي جوړښتونو لخوا د (سترې ملي اجماع) د جوړولو د کار د پیل له پاره یو کمیسیون جوړ دی. هغه سیاسي ټولنیز ائتلافونه، جوړښتونه او مستقل شخصیتونه چې غواړي د افغانستان د سترې ملي اجماع په جوړولو کې عملاً برخه واخلي، په مهربانۍ سره کولای شي چې د سترې ملی اجماع د چارو د سمون له کمیسیون سره مستقیمې اړیکې ونیسي تر څو د ائتلافونو، جبهو، سازمانونو، ګوندونو او مستقلو متنفذو شخصیتونو تر منځ  ډیالوګ او مذاکره پیل شي.

دا ډیر خو واړه واړه ګروپونه زموږ انرژی سره ویشي. ښه داده چې د وېن د خدمت او د وېنوالو د ژوند د سمون له پاره زر تر زره یو بل ته د اتحاد او اتفاق لاسونه ورکړو.   

 د کار د پیل او اسانتیا لپاره د افغانستان د سترې ملي اجماع د چارو د په خاطر په لاندې پته اړیکې نیولای شو:

د اړيکې شمېره: 0031685227780

بریښنالیک  [email protected]

د سیاسي ټولنیزو فعالینو د تماس او مذاکراتو د پیل په هیله!


د لیکوالو نظر د دوی د شخصي نظر ښکارندويي کوي، د تاند موافقه ورسره شرط نه ده.

1 COMMENT

  1. ښه خبره ده: راځئ چې ټول تر واحد چتر لاندې راټول شو؟
    خو زما سوال دادی چه آیا تاسی محترم کله زمونږ افغانان لیدلی چه تر یو واحد چتر لاندی راټول شوی وی؟ دواحد چتر معنا نن سبا داده چه سیاف، ګلبدین، احمد مسعود سره د شورای نظاره، عبدالله + کرزی، عطا محمد نور، دوستم، خلیلی، محقیق، پدرام، رحمانی، کوفی او شکریه او ځینی نور ازمایل شوی باید سل فیصده پکښی برخه ولری. که نه واحد چتر نه غرب منی او نه شرق او نه یی ګل مرجان منی.

    بله خبره : برهان الدین ربانی شپږ کاله په زور حکومت وکړه، نه یی په انتخاباتو ګټلی وه او نه یی انتخابات منل. او نه یی په منطق ګټلی وه. په دغه شپږ کاله حکومت کی ۷۰۰۰۰ افغانان په بی رحمي سره شکنجه او ووژل شول. مهاجرت زیات شو، د ربانی په پاچاهی کی د خلکو نکاح ښکلی ښځی اخستل شویدی، ښکلی هلکان به یی تښتول، غلا چور، ګډوډی او حتی ټول بیت المال یی په ښکاره په خپلو شخصی جیبو کی واچولو، د کابل او ټول افغانستان ښارونه یی وران او تباه کړل. د انجونو او هلکانو ښونځیو وجود نه درلود، ملی سرود یی نه منلو، خپل بیرغ یی تر ملی بیرغ بهتر ګاڼه، قحطی، غریبی او بیکاری زیاته وه، په هر ولایت، ولسوالی، کلی او بانډه کی هر قوماندان او زورواکی پاچا وه. او داسی نوری کلتوری او تعصبی غمیزی روانی وی. مګر غربیانو او شرقیانو د ربانی دغه نیمګړی او په هیڅ حکومت په رسمیت پیژانده. ولی په دغه وخت کی غربی او شرقی دولتونو او د ملل متحد د بشری حقونو دفتر چغی نه وهلی چه ښونځی نشته؟د خلکو څخه زنانه او هلکان، ځمکی او کورنه په زور مه اخلی؟ تاریاکو ته خاتمه ورکړی اوداسی نور…..

    نن چه په افغانستان کی د طالیبانو کوم حکومت دی ولی مونږ او غربیان فقط دا یوه چغه وهو چه انتخابات وکړی او مکتبونه شروع کړی. مګر د برهان الدین ربانی په حکومت کی غرب او شرق خاموشه وه…….؟
    تبصره راڅخه اوږدیږی فقط په لنډ ډول وایم چه وارخطایی او عجله پکار نه ده د انجونو مکتبونه به هم شروع شی او مونږ افغانانو ته به هم په حکومت کی وظیفی او کارونه راکړل شی. دا چه د ربانی حکومت ته مو شپږ کاله صبر کړی باید د طالیبانو حکومت ته هم پنځه یا شپږ کاله صبر او حوصیله وکړو انشآالله هر څه به سم شی. ځکه نه بل بدیل لرو او نه مو ځینی غمازان او زورواکی منی.

    بیا هم وایم مونږ او تاسو د وطن څخه دباندی یا په غربی ملکونو کی د ګلمرجانانو لخوا تر یو چتر لاندی نشو جوړیدلای.
    خدای ج دیی وکړی چه زما په دغه تبصره ځینی ورونه خفه نشی.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب