Homeخبرونهایراني پلاوي له طالب چارواکو سره د داعش په اړه خبرې وکړې

ایراني پلاوي له طالب چارواکو سره د داعش په اړه خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱ مه) د د ایران د قضاییه قوې مرستیال کاظم غریب ابادي، چې کابل ته راغلی دی، پرون (شنبې) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، غریب ابادي د یوه پلاوي په مشرۍ او د افغانستان د سترې محکمې په بلنه افغانستان ته تللی دی.

ده له امیرخان متقي سره په کتنه کې له تروریزم او تکفیري ډلو لکه داعش سره د مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضايي کمېټې د جوړېدو، افغانستان ته د ایران د تجربو د انتقال، د محکومانو د انتقال او د مجرمانو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.

له ښاغلي متقي سره د ښاغلي غریب ابادي په کتنه کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي هم حاضر و.

کابل ته د ایران په راغلي پلاوي کې د دغه هیواد د قضاییه قوې د اطلاعاتو، ټکنالوژۍ او احصایې د مرکز ريیس محمد کاظمي فرد او د تهران ولایت د عدلیې قضايي مرستیال یونس طرهاني هم ملګري دي.

افغانستان او ایران دواړه د داعش په اړه اندېښنه لري او دا ډله په دواړو هیوادونو کې بریدونه کوي.

د ایران په کرمان کې د وروستي برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست او ادعا وشوه چې حمله کوونکي له افغانستان څخه ایران ته تللي وو.

ایران: عادل پنجشېری په تهران کې دی او د نیولو په هڅه کې یې یوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...