یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد دشت برچي د وروستۍ چاودنې په اړه د طالبانو د څېړنو...

د دشت برچي د وروستۍ چاودنې په اړه د طالبانو د څېړنو د پایلو اعلان

تاند ( جمعه، د جدې ۲۹ مه) د طالبانو کورنیو چارو وزارت د پلازمېنې کابل ښار اړوند په دشت برچي سيمه کې د شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د چاودنې په تور د دغه وزارت د منسوبينو له لوري د دوو کسانو د نيولو خبر ورکړی دی.

د ياد شوي وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع پر خپله اکس پاڼه ليکلي، چې د لاسي بم ياده چاودنه د يوه سوداګريز مارکېټ مخې ته په دې موخه شوې وه، چې له دغه مارکيټ څخه د غلا زمینه برابره شي.

قانع زياته کړې: (غلو غوښتل د یاد مارکیټ مخې ته د ګډوډي جوړولو وروسته غلا وکړي، خو د امنیتي ځواکونو پر وخت رسېدنه د دې سبب شوه، چې نه یواځې د غلا مخه ونیول شوه بلکې د کشفي او اپراتیفي پروسې په تعقیب په بېلا، بېلو عملیاتو کې بم اچونکی چې سید مصطفی نومېږي او یو بل تورن کس په زخمي حالت کې ونیول شول او په عملیاتو کې د دوی یو بل ملګری د متقابلو ډزو په پایله کې ووژل شو).

سرچينې زياته کړې، چې د يادې پېښې په اړه د پوليسو له لوري څېړنې لا هم دوام لري.

د (مرغومې ۲۱مه) د کابل په دشت برچي سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ مخې ته د لاسي بم چاودنه وشوه، چې په پايله کې يې ۲ تنه ملکي هېوادوال شهیدان او ۱۲ نور ټپیان شول.

ځینو رسنیو ویلي وو، چې د دغې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب